لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني ته راتلونکي افغانان به بيرته وطن ته ستنولى شي،مرخيل


 هغې دغه څرگندونې برلن کې افغان صدر اشرف غني سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړي دي.
هغې دغه څرگندونې برلن کې افغان صدر اشرف غني سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړي دي.

جرمن چانسلرې انگله مرخيلوئيلي دي چې دغوره معاشي حالاتو په لټون کې جرمني ته تلونکي افغانان به بيرته افغانستان ته ليږلى شي.

هغې دغه څرگندونې برلن کې افغان صدر اشرف غني سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړي دي.

مرخيل وويل چې جرمني به افغانانو سره دبشري خواخوږۍ ذمه وار پوره کوي ، چاته چې سختې خطرې پيښې وي ، ځکه چې هغوي دبهرنو پوځوونو لپاره کار کړى دبيلگې په توگه جرمن پوځ.

مرخيل وويل چې دغوره ژوند په لټون کې جرمني ته دورتلونکو کډوالو دسياسي پناه يا مستقل اوسيدو کومه خاصه وجه نشته اؤ وې وئيل چې په دغسې معامله کې به دملک بدرۍ امر کولى شي.

دجرمن چانسلرې په وينا ضرورت ددې خبرې دى چې ددريوؤ کروړو اؤ پنځوسو لکو افغانانو دښه والي فکر وکړل شي اؤ هيواد يې ښه کړل شي جرمني هڅه کوي چې افغانستان سره دتعلق لرونکو سياسي پناه اخستونکو کسانو په شمير کې کمى راولي.

مرخيل اؤ افغان صدر په هاغه طريقه کار غور کړى چې ترمخه يې جرمني دافغانستان مرسته کولى شي اؤ جرمني ته دراتلونکو افغان کډوالو شمير کې کمى راوستل کيدى شي.

افغان صدر اشرف غني وويل چې دزياترو افغانانو په ذهن کې جرمني کې داوسيدو په اړه غلط تصورات موجود دي اؤ هغوي اکثره لاره کې ډير څه بائيلي.

مرخيل وويل چې جرمني افغانانو لپاره دهغوي په هيواد کې دمحفوظو سيمو جوړولو کې دمرستې خواهش لري خو دکډوالو تگ راتگ اؤ دغيرقانوني هجرت لړ کې دافغان ځواکونو دمضبوطولو ضرورت هم دى.

مينځني ختيز، افريقا اؤ ايشياء سره تعلق لرونکي خلک دجگړو اؤ غربت په نتيجه کې دخپلو هيوادونو په پريښودو مجبوريږي اؤ ددغو ځائيونو څخه سږکال اروپا ته تقريباً 800000 کسان ورغلي دي ، کوم چې ددوهمې نړيوال جگړې څخه وروستو دکډوالۍ تر ټولو لويې بحران دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG