لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايشياء دزړۀ کانفرنس اسلام اباد کې کيږي


 دحکومتي سرچينو ترمخه دافغانستان دبهرنو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزى اؤ دپاکستان خارجه مشاور سرتاج عزيز به پرانستې غونډې ته وينا کوي.
دحکومتي سرچينو ترمخه دافغانستان دبهرنو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزى اؤ دپاکستان خارجه مشاور سرتاج عزيز به پرانستې غونډې ته وينا کوي.

دافغانستان په اړه دبين المللي کانفرنس هارټ اف ايشيا يا اسيا دزړۀ کانفرنس دوه ورځنۍ وزارتي غونډه دنهې په ورځ اسلام اباد کې پيل کيږي.

دحکومتي سرچينو ترمخه دافغانستان دبهرنو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزى اؤ دپاکستان خارجه مشاور سرتاج عزيز به پرانستې غونډې ته وينا کوي.

دشورو په ورځ به ددغه کانفرنس باقاعده پرانسته دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دافغانستان صدر اشرف غني کوي.

په دغه موقع به کانفرنس کې دشريکو هيوادونو لوړپوړي چارواکي ليدنې هم کوي اؤ سرتاج عزيز به دخپل چيني سيال سره هم خبرې اترې کوي.

دپاکستان دخارجه دفتر ترمخه کانفرنس کې به د١٤ؤ غړو هيوادونو لوړپوړي چارواکي، د١٧ؤ پلوي هيوادونو اؤ ١٢ سيمه ييزو اؤ بين المللي تنظيمونو غړي گډون کوي.

دهند دبهرنو چارو وزيره سشما سوراج به هم دغه غونډه کې گډون لپاره اسلام اباد ته ورځي.

ددغه کانفرنس مقصد دافغانستان گاونډي هيوادونو اؤ دمينځنۍ ايشياء رياستونو په مرستې سره جگړه ځپلي هيواد افغانستان کې دامنيت صورتحال ښه کول اؤ اقتصادي پرمختگ لپاره په گډه توگه کار کولو ته لاره هوارول دي.

دايشياء زړۀ-استنبول پراسس اغاز کال ٢٠١١م کې شوى ؤ چې مقصد يې سيمه اؤ په ځانگړې توگه افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دغړو اؤ پلوي هيوادونو يو بل ته نزدې کول وؤ.

دافغانستان گاونډي هيواد پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې به دامن وامان لپاره خپل ملاتړ اؤ هلې ځلې دوامداره ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG