لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په افغانستان کې ثبات او تل پاتې امن غواړي، سرتاج عزيز


د اسيا د زړه کانفرنس د استنبول د هغه عمل برخه ده چې افغانستان کې د امن دپاره په کال ۲۰۱۱م کې پېل کړی شوې وه ،
د اسيا د زړه کانفرنس د استنبول د هغه عمل برخه ده چې افغانستان کې د امن دپاره په کال ۲۰۱۱م کې پېل کړی شوې وه ،

د پاکستان د وزيراعظم د خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وئيلي چې پاکستان په افغانستان کې ثبات او تل پاتې امن غواړي ، ځکه چې په دغه هېواد کې بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده .

د دفتر خارجه لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د وزيراعظم د خارجه چارو مشاور دغه خبره د افغانستان په اړه د ” هارټ اف ايشيا“ يا اسيا دزړۀ کانفرنس دوه ورځنۍ وزارتي غونډې د پېل کېدو نه وړاندې کانفرنس کې د ګډون کوؤنکو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو ته په وينا کې کړې ده .

د اسيا د زړه کانفرنس د استنبول د هغه عمل برخه ده چې افغانستان کې د امن دپاره په کال ۲۰۱۱م کې پېل کړی شوې وه ، اسلام اباد کې په دغه لړ کې پينځمه دوه ورځنۍ غونډه نن د نهې په ورځ پېل کيږي، چې پکې د هند په ګډون د ۱۴ هېوادونو وزيران او لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي .

د دغه کانفرنس کوربه توب پاکستان او افغانستان په ګډه کوي .

سرتاج عزيز وئيلي افغانستان کې بې ثباتي او بدامنۍ د پاکستان په ګټه نه ده ځکه پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره ټولې هڅې جاري ساتي .

نوموړي زياته کړې چې د اسيا د زړه کانفرنس د سيمې اقتصادي مرستو ته د ودې ورکولو افغانستان سره د نښلولو پلېټ فارم دی ، او دا کانفرنس غړو هېوادونو ته افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره د مرستو ترڅنګ د سيمې د محفوظ کولو موقع برابروي .

په دغه مهال د افغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزۍ د ترهګرۍ او تشدد نه ډکې انتهاپسندۍ په ضد د مبارزې دپاره د ګډو هڅو په خبره زور راوړی دی .

نوموړي وئيلي " د نړۍ بېلابيلو هېوادونو کې د داعش په ګډون نورې ترهګرې هلې ځلې انسانيت ته ورپېښې سختې خطرې وريادوي او د دغه شيطاني نظريي په ضد په فوري توګه ګډې هڅې کول ضروري دي " .

حکمت کرزي وئيلي افغانستان چې خپله د امنيت د خطرو سره مخ دی باوجود د دې د ترهګرۍ په ضد جګړې دوامداره ساتلو دپاره پُرعزم دی او نوموړي زياته کړې چې د ترهګرۍ هر قسمه ملاتړ به ختمول وي .

نوموړي وئيلي چې پُرامنه، خوشحاله او مستحکم افغانستان د سيمې په ګټه دی او دغه ملک په سيمه کې د سماجي او اقتصادي اړيکو په حواله د نړۍ د نور و هېوادونو سره د ودې ورکولو په لړ کې د پُل کردار ادا کولی شي .

د پاکستان دخارجه دفتر ترمخه کانفرنس کې به د١٤ؤ غړو هيوادونو لوړپوړي چارواکي، د١٧ؤ پلوي هيوادونو اؤ ١٢ سيمه ييزو اؤ بين المللي تنظيمونو غړي ګډون کوي .

د شورو په ورځ به د دغه کانفرنس باقاعده پرانسته د پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دافغانستان صدر اشرف غني کوي، او د هند دبهرنو چارو وزيره سشما سوراج به هم دغه غونډه کې ګډون لپاره اسلام اباد ته ورځي.

ددغه کانفرنس مقصد دافغانستان ګاونډي هيوادونو اؤ دمينځنۍ ايشياء رياستونو په مرستې سره جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې دامنيت صورتحال ښه کول اؤ اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه توګه کار کولو ته لاره هوارول دي .

دايشياء زړۀ-استنبول پراسس اغاز کال ٢٠١١م کې شوى ؤ چې مقصد يې سيمه اؤ په ځانګړې توګه افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دغړو اؤ پلوي هيوادونو يو بل ته نزدې کول وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG