د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د امريکا ، افغانستان او يورپي يونين د استازو يوه غونډه شوې ، چې پکې افغان خارجه وزيرصلاح الدين رباني، د امريکا مرستيال خارجه وزير انټوني جی بلنکن او د يورپي يونين د بهرنو چارو مرستيال سېکتر هيلګاشمډ د خپلو هيئتونو مشري کړې ده .
ددرې واړو ملکونو د لوړ پوړو چارواکو دغه ليدنه په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د راجوړ اسيا د زړه کانفرنس په مهال شوې ده .
اسلام اباد کې د امريکا د سفارتخانې نه په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې په دغه ليدنه کې په کال ۲۰۱۶م کې د پولېنډ پلازمينه وارسا او د بيلجيئم پلازمينه برسلز کې د افغانستان په اړه د کېدونکو غونډو ترڅنګ په سيمه کې د موجوده امنيت او معاشي حالاتو په سر خبرې شوي دي .
امريکې او افغانستان په برسلز کې د کال ۲۰۱۶م د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان په اړه د کېدونکې غونډې په کوربه توب کولو د يورپي يونين شکريه ادا کړې ده .
د بيان ترمخه د غونډې درې واړو فريقېنو د برسلز د کانفرنس د تيارو په لړ کې د مرستو کولو ترڅنګ په دې خبره اتفاق کړ ی دی چې د افغان حکومت او د امدادي هېوادونو هڅي دې د خپل منځي احتساب سره تړلي وي .
په درې اړخيزه غونډه کې په دې خبره هم اتفاق شوی چې د برسلز او وارسا غونډې به افغان حکومت ته دغه مهمې موقعې برابرې کړي چې پکې هغه د اصلاحاتو سره حکومتي ايجنډا مخ په وړاندې بوځي .
بيان کې وئيل شوي چې د افغان حکومت لخوا د اصلاحاتو کولو د ادعاؤ نه پس به راتلونکي کال کې کېدونکو غونډو کې امداد ورکوؤنکي ملکونه دې ته اماده شي چې هغويې د افغانستان د امنيت او ترقۍ دپاره خپلې مرستې زياتې کړي .
په درې اړخيزه غونډه کې په دې خبره هم صلاح راغلې ده چې د دواړو غونډو په تيارولو کې افغان حکومت ته د مرکزي کردار ورکولو ضرورت دی ، او له دې نه علاوه په نړيوالو شراکت دارو هم زور راوړی شوی چې د غونډو په رڼا کې افغانستان ته د زياتو مرستو ورکولو ژمنې اوکړي .
افغانستان، يورپي يونين او امريکا د اسياد زړه کانفرنس کې د سيمې د هېوادونو لخوا په اعلی سطح د ګډون کولو هرکلی کړی او وئيل شوي چې دغې غونډې برخه اخيستونکو ته د شريکو چېلنجونو په وړاندې د مبارزې او په ګډه د مسلو په ګټوره طريقه حل ته د رسېدو موقع برابر کړه .