لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندهار په هوايي ډګر بريد د ۵۰ کسانو په وژنه پايې ته رسېدلی


د نهې په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي وو چې د ۱۱ طالبانو لخوا دغه بريد شوی او د ۲۴ ساعتو نه اوړېدلی دی .
د نهې په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي وو چې د ۱۱ طالبانو لخوا دغه بريد شوی او د ۲۴ ساعتو نه اوړېدلی دی .

د افغانستان د جنوبي سيمې کندهار په هوايي ډګر د وسله والو طالبانو لخوا شوی غټ بريد د شورو په ورځ ناوخته پايې ته رسېدلی او چارواکو وئيلي په دغه بريد کې ۵۰ کسان وژل شوي دي .

د افغانستان د دفاع وزارت وئيلي د نهې په سحر د کندهار په هوايي ډګر شوي بريد کې ۳۸ عام ملکي وګړي، ۱۰ پوځي عسکر او دوه پوليس وژل شوي دي .

د نهې په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي وو چې د ۱۱ طالبانو لخوا دغه بريد شوی او د ۲۴ ساعتو نه اوړېدلی دی .

د راپورونو ترمخه خودکش حمله کوؤنکو وسله والو د افغان ځواکونو ورديانې اچولې او په هوايي ډګر ورختلي ؤ چرته چې د ځواکونو کورونه او د نېټو عسکر هم موجود دي .

بريد کې د نېټو د کوم عسکر د مرګ ژوبلې خبر مخې ته نه دی راغلی .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي چې وسله والو يې په ځايي او بهرنو ځواکونو بريد کړی او د ۱۵۰ پورې عسکرو د وژنې ادعا يې کړې ده ، طالبانو د پوځ په وردۍ کې د ۱۰وسله والو عکسونه هم خپاره کړي چې دويې د کندهار په هوايي ډګر بريد کوي .

د افغان چارواکو په وينا وسله والو په هوايي ډګر د هغې لور نه بريد کړ ی چرته چې کورونه دي .

د کندهار هوايي ډګر د افغانستان د مهمو هوايي ډګرونو څخه شمېرل کیږي چې د افغان ځواکونو ترڅنګ امریکايي ځواکونه په کې مېشت دي ، او په تېره لسيزه کې د کندهار په هوايي ډګر باندې د طالبانو لخوا دغه بريد د ټولو غټه حمله ګڼل کيږي .

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG