لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د خبرداري دپاره د تُرکي په کشتۍ ډزې کړي


حېره ايجين کې د رامنځته شوې پېښې نه وروستو اندېښنه ده چې د دواړو ملکونو ترمينځ د تاؤ ښکار اړيکې نورې تاؤجنې شي .
حېره ايجين کې د رامنځته شوې پېښې نه وروستو اندېښنه ده چې د دواړو ملکونو ترمينځ د تاؤ ښکار اړيکې نورې تاؤجنې شي .

د روس د دفاع وزارت وئيلي چې د تُرکي د ماهي ګېرو يوه کشتۍ په بحېره ايجين کې د روس جنګې بېړۍ ته ډېره رانزدې شوې وه ځکه دغه کشتۍ ته د خبردارې دپاره د روس د جنګي سمندري جهاز نه محافظو په وړه وسله ډزې کړي دي .

د اتوار په ورځ د روس د دفاع وزارت وئيلي ؤ چې د ترکي کشتۍ ته پرله پسې د لرې پاتې کېدو وئيل کېده او چې کله کشتۍ په ۵۰۰ کلوميټره فاصله جهاز ته رانزدې شوه نو د خبردارۍ دپاره بيا ډزې اوکړی شوې .

روس د اتوار په ورځ د رامنځته شوې دغې پېښې نه پس ترکي ته خبرداری ورکړی چې په شام او چاپېره علاقو کې دې د روس د پوځي دستو راپارولو نه په ډډه پاتې شي .

د روس د دفاع وزارت په ماسکو کې تعنيات د ترکي پوځي اتاشي راغوښتی او د پېښې د وضاحت غوښتو ترڅنګ يې ورته احتجاج ريکارډ کړی دی .

بحېره ايجين کې د رامنځته شوې پېښې نه وروستو اندېښنه ده چې د دواړو ملکونو ترمينځ د تاؤ ښکار اړيکې نورې تاؤجنې شي .

ترکي تېره مياشت د خپلو فضايي حدونو په خلاف ورزۍ د روس يوه جنګي الوتکه راګوزاره کړې وه ، کومې چې په ګاونډي ملک شام کې د حکومت مخالفه ياغيانو باندې بمباري کوله . او د دغه پېښې نه پس د دواړو ملکونو اړيکې د تاؤ تريخوالې ښکار شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG