سعودي عرب نن د نهې په ورځ د ترهګرۍ په ضد جګړې دپاره د پاکستان په ګډون ۳۴ اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد جوړولو اعلان کړی دی .
د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې " سعودي پرېس ايجنسي" لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د دغه ګام لاندې به د پوځي اړيکو دپاره به د سعودي پلازمينه رياض کې يو اپرېشن سنټر جوړولی شي .
بيان کې وئيل شوي چې ترهګري د بشري حقونو او احترام ، په ځانګړې د ژوند تېرولو او تحفظ د حقونو سخته خلاف ورزي ده ، او دا چې د درغلي (کرپشن) او ترهګري په هيڅ صورت جواز نه لري" .
د سعودي عرب مرستيال ولي عهد او د دفاع وزير محمد بن سلمان يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي چې په عملياتو کې به يواځې د يوې ترهګرې ډلې په ضد توجه نه ساتل کيږي .
نوموړي وئيلي " نن ډېر ملکونه دي چې د ترهګرۍ ښکار دي ، مثال ـ عراق او شام د داعش دی ،صنعا، يمن، ليبيا، مالي، نائيجيريا، پاکستان او افغانستان کې ترهګري ده او د دغه ترهګرۍ په ضد د مضبوط جنګ هڅو ته اړتيا لري او بغېر د څه شک نه به په دغو هڅو کې اړيکې کلکې ساتلی شي " .
په دغه اتحاد کې اردن، بحرېن، ترکي او متحده عرب امارات هم شامل دي څوک چې په شام کې د داعش په ضد د امريکا په مشرۍ اتحاد کې فضائي حملې کوي .
د منځني ختيز نه پکې تيونس، لبنان، ليبيا او مصر شامل دي .او پاکستان، بنګله دېش او مليشيا هم د دغو هڅو برخه ده څنګه چې پکې افريقايي ملکونه سوډان، صوماليه ، مالي او نائيجيريا شامل دي .
د سعودي عرب په بيان کې وئيل شوي چې د انډونيشيا په رنګ ځينو نورو اسلامي ملکونو هم په دغه لړ کې د مرستو کولو څرګندونه کړې ده .