لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيلي فورنيا، ترهه گرۍ کې دمرستې په تور دبريدکوونکي ملگرى گرفتار


 وفاقي تحقيقاتي ادارې( ايف بي ائي) انريک ماذخيز دزيارت په ورځ نيولى اؤ که چرې په هغه دغه تورونه ثابت شو نو تر ٣٥ؤ کلونو پورې دبند دسزا سره مخ کيدى شي.
وفاقي تحقيقاتي ادارې( ايف بي ائي) انريک ماذخيز دزيارت په ورځ نيولى اؤ که چرې په هغه دغه تورونه ثابت شو نو تر ٣٥ؤ کلونو پورې دبند دسزا سره مخ کيدى شي.

امريکائي رياست کيليفورنيا کې په ډزو سره د١٤ؤ کسانو دوژونکې جوړې گاونډي اؤ دهغوي ملگرى انريک ماذخيز ترهه گرۍ په مرستې ورکولو، دوسلې اخستو په اړه په دروغو وئيلو اؤ دايميگريشن فراډ په تور نيول شوى دى.

وفاقي تحقيقاتي ادارې( ايف بي ائي) انريک ماذخيز دزيارت په ورځ نيولى اؤ که چرې په هغه دغه تورونه ثابت شو نو تر ٣٥ؤ کلونو پورې دبند دسزا سره مخ کيدى شي.

يوايس اټارني ايلين ډيکر وئيلي دي چې اوس مهال داسې شواهد نۀ دي ترلاسه شوي چې انريک نيغ په نيغه په دوهم دسمبر ترسره شوې حمله کې شريک ؤ يا ورته ددې دوړاندې څخه علم ؤ، خو هغه دوسلې اخستو اؤ چارواکو ته دحمله کوونکي رضوان فاروق دخونړي قتل عام دارادې په اړه نۀ وؤ وئيلي.

مارخيز په قانوني طريقې سره درضوان فاروق اؤ دهغه دښځې تاشفين ملک لپاره وسله اخستې، رضوان فاروق اؤ تاشفين په سان برنارډينو کې دمعذورو کسانو دخيرښيگړې په يو مرکز ډزې کړې اؤ ١٤ کسان يې وژلي وؤ، وروستو دپوليسو مقابله کې دغه دواړه حمله کوونکي وژل شوي وؤ.

پلټونکي په دې خبره زور راوړي چې انريک په اصل کې دغه وسله ددغه ترهه گريزې منصوبې لپاره اخستې وه کومه چې هغه درضوان سره په گډه کال ٢٠١٢م کې جوړه کړې وه اؤ ددې لاندې هغوي ته په شکمنه توگه کالج کيفى ټيريا يا لا ئبريرۍ کې پائپ بمونه غورځول اؤ بيا ددغه ځايې څخه په تښتيدونکو ډزې کول وؤ.

پلټونکي وائي دغو دواړو دکيليفورنيا هائى وى لپاره هم دبمي حملې شکمنه منصوبه جوړه کړې وه چې پکې رضوان په سړک په ولاړو گاډو بيلې بيلې ډزې کول وؤ اؤ په پوليسو يا دمدد لپاره په راتلونکو نورو کسانو دنزدې غرونو څخه انريک ته ډزې کول وؤ.

داطلاعاتو ترمخه هغوي خپله دغه منصوبه هاغه مهال پريښودې وه کله چې کيليفورنيا کې چارواکو يو داسې شخص ونيولو چاچې افغانستان ته په تللو دامريکائي پوځيانو دقتل منصوبه لرله.

انريک مارخيز باندې دا تور هم دى چې هغه دوسلې اخستو په مهال ددې دوجې په ښودلو کې غلط بياني کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG