لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:د ښځو يو منظم نېټ ورک د داعش دپاره کار کوي، راجه عمرخطاب


د پوليس افسر په وينا د دغه ډلې نګراني روانه ده او نورې ګرفتارياني به هم اوشي .
د پوليس افسر په وينا د دغه ډلې نګراني روانه ده او نورې ګرفتارياني به هم اوشي .

د پاکستان ترټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ د پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې (سي ټي ډي) چارواکو وئيلي په ښار کې د ښځو يو مظبوط نېټ ورک په ښځو کې د تُندروه ډلې داعش ويډيو فلمونه او لټېريچرې خپروي ، د ترهګرو ودونه کوي او فنډ جمع کوي .

د کراچۍ پوليس د سي ټي څانګې چارواکو وئيلي دغه خبره ورته صفورا چورنګۍ کې د شيعه اسماعيليانو په ډک بس باندې بريد کې د ککړو ملزمانو د مالي مرستو کوؤنکو نيول شوؤ لخوا معلومه شوې ده .

د کراچۍ د سي ټي ډي پوليس مشر راجه عمرخطاب يوې خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل ، صفورا چورنګۍ کې د اسماعيليانو په ډک بس باندې بريد کې د ککړو ملزمانو مالي مرستې کوؤنکي څلور کسان يي نيولي چې خالديوسف باري، سليم احمد، محمدسليمان سعيد او عادل مسعودبټ نوميږي ، په دويې کې دوه اعلی يافته دي .

د پوليس افسر په وينا نيول شوؤ ملزمانو کې ورته خالديوسف د تفتيش په وخت انکشاف کړی چې د هغه ښځې د الذکره په نوم يوه اداره جوړه کړې چې دفتر نه لري خو په دغه اداره کې د ۲۰ نه زياتې بااثره ښځې شاملي دي ، او دويې د درس و تدريس په اړ کې نه يواځې ذهنونه بدلوي بلکې د ترهګر ډلو دپاره زکات، خېرات او چندې رايوځايې کوي .

" ترټولو مهم انکشاف دا شوی دی چې د ښځو يو مظبوط نېټ ورک چليږي چې مشري يې د خالديوسف باري ښځه کوي چې عموماً په ښځو کې (يو اېس بي) ويشي چې پکې د داعش په اړه لټريچر وي ، دغه رنګ د فهدعزيز ښځه او خواښې او د مفتي توصيف ښځه په دغه نېټ ورک کې ډېر هم رول ادا کوي ، دويې په ډېر منظم انداز کې د درس و تدريس په رڼا کې د ښځو ذهنونه بدلوي د ترهګرو ودونه کوي او فنډونه راجمع کوي".

د پوليس افسر په وينا د دغه ډلې نګراني روانه ده او نورې ګرفتارياني به هم اوشي .

هغه ووئيل د دغو ګرفتاريانو نه دا خبره معلوميږي چې جهادي تنظيمونو په تعليمي ادارو کې نېټ ورکې جوړ ې کړي او هڅه کوي چې نوره وده ورته ورکړي ولې هغه وايي سي ټي ډي په دغه لړ کې د کراچۍ او سندهـ صوبې په پوهنتونونو او نورو تعليمي ادارو کې په دغو تنظيمونو چټک نظر ساتي .

د کراچۍ د سي ټي ډي پوليس د داعش د لټرېچر خپرؤنکو ښځو د تنظيم خبره په داسې مهال کړې چې له دې وړاندې هم د پاکستان په مختلفو برخو کې د داعش ډلې په حواله ديوالونو ليکل ليدل شوي دي او په وروستيو کې د دغه ډلې لخوا په مطبوعاتي ادارو د بريدونو زمه واري قبوله شوې خو په حکومتي سطح چارواکي په پاکستان کې د داعش ډلې موجودګي ردوي .

د راجه عمرخطاب په وينا د صفورا چورنګۍ د پېښې په اړه د جوړ ګډ تحقيقاتي ټيم په رڼا کې دغه کسان معلوم شوي دي چې دويې د ډېرې مودې نه يې د ترهګرو مالي مرستې کولې .

د نوموړي ترمخه د سي ټي ډي په عملياتوکې خالديوسف باري نيول شوی څوک چې په پي ائي ای کې مخکې انجينئير پاتې شوی د هغه لمړی تعلق د تنظيم اسلام سره ؤ ، او بيا يې د القاعده د کراچۍ امير عمرعرف جلال چانډيو، عبدالله يوسف د صفورا د پېښې ماسټرمائنډ(مرکزي کردار)، سعدعزيز عرف ټُن ټُن (د صفورا دپېښې مرکزي ملزم) مفتي توصيف، سليم احمد، سليمان سعيد، عادل مسعودبټ او نور هغو کسانو سره اړيکې وې چې د ترهګرتنظيمونو سره اړونده او هغويې ته يې د مالي مرستو ترڅنګ نورې اسانتياوې ورکولې .

د پوليس افسر په وينا خالديوسف باري د کراچۍ داؤد انجينيرنګ کالج نه په اليکټرونکس کې انجينيرنګ کړی ، دغه رنګ عادل مسعودبټ اعلي تعليم يافته دی چې په امريکا کې يې په کال 1987م کې د BBA او په کال 1992م کې يې د MBA ډګريانې ترلاسه کړي او بيا په کال 1994م کې يې د نورو ملګرو سره په ګډه کراچۍ کې د کالج اف اکاؤنټنسي اېنډ منېجمنټ سائنس په نوم انسټيټوټ جوړ کړی چې دا وخت يې درې څانګې دي او نزدې دوه زره طالب علمان پکې زده کړې کوي .

د پوليس افسر په وينا عادل بټ وړومبی د تنظيم اسلامي سره او بيا د خالديوسف باري سره او بيا د ډاکټراکمل وحيد سره اړيکې جوړې شوې او عادل بټ به بيا د اېن اي ډي يونيورسټۍ د ګاډو په پارکنګ کې عمر عرف جلال ته فنډنګ کوؤ، د پوليس په وينا عمر عرف جلال چانډيو دا وخت د کراچۍ د القاعده امير دی .

د پوليس افسر ترمخه نورو نيول شوؤ ملزمانو سليم احمداو محمدسليمان سعيد هم د القاعده او نورو اړونده تنظيمونو سره اړيکې پاتې شوي او د هغويې دپاره يې چندې جمع کړي دي .

راجه عمرخطاب د دغو کسانو او دويې سره د نورو ملګرو د تنظيم اسلامي او القاعده او نورو تُندروه تنظيمونو سره د اړيکو تفصيل هم وړاندې کړی دی .

په کراچۍ ښار کې د روان کال د مئ په مياشت کې صفورا چورنګۍ سيمه کې د شيعه اسماعيليانو په ډک ګاډي باندې بريد کې ۴۵ کسان وژل شوي وو . او څو ورځې پس د صوبې وزيراعلی قائم علي شاه وئيلي ؤ چې په دغه پېښه کې ککړ اعلی تعليم يافته ملزمان نيول شوي دي ، چې پکې سعدعزيز نومې کس د کراچۍ د وتلې تعليمي ادارې ائي بي ای نه پاس دی ، حافظ ناصر د کراچۍ پوهنتون نه په اسلامي علومو کې ماسټري کړې ده ، او محمداظهرعشرت په کراچۍ کې د سرسېد انجينيرينگ پوهنتون نه د اليکټرانک انجينيرينگ زده کړې کړي دي .

د عمرخطاب په وينا سعد د ټي ټو اېف نومې غېردولتې ادارې مشرې سبين محموو په وژنه کې هم ککړ دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG