د امريکې ددفاع وزير ايش کارټر وئيلي چې امريکايي فضايي حمله کې د عراق د ۱۰ عسکرو وژنه په ظاهره د دواړ خواؤ غلطي معلوميږي .
کارټر وئيلي د امريکې جنګي الوتکې نه ويشتل شوی ميزائيل د عراق د منځنۍ علاقې فلوجه سره نزدې داغل شوی ، کومه علاقه چې د داعش په ولقه کې ده .
د عراق د دفاع وزارت وئيلي چې د جمعې د ورځې پېښه کې ۱۰ عسکر وژل شوي دي .
امريکايي پوځ وئيلي چې د فضائي حملې د هدف کولو معلومات ورته د فلوجه سره نزدې د عراقي پوځ لخوا ورکړی شوي وو .
د خالي په ورځ خليج کې په موجوده امريکايي جنګي بېړه يو اېس اېس کيرسارج باندې خبريالانو سره خبرو کې اېش کارټر ووئيل چې هغ د وژنو په دغه پېښه د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي سره په ټيليفون تعزيت کړی او د هغه په وينا دواړو په دې خبره اتفاق کړی چې د افسوسناکې پېښې به پلټنې کولی شي .
کارټر ووئيل څنګ په څنګ جګړو کې دغه رنګ پېښې رامنځته کيږي ، څنګه چې عراقي او امريکايي پوځ لګيا دی .
هغه زياته کړې چې د عراق وزيراعظم سره يې د داعش د عراق نه ويستو دپاره د عملياتو تېزولو عزم هم څرګند کړی دی .
د هغه په وينا دغه غلطي دې پلو ته اشاره کوي کوم چې د جنګ په مېدان کېږي او مونږ او عراقي ځواکونه په ګډه دغه جنګ کوؤ، کارټر وئيلي ما او عبادي دا خبره منلې چې په جنګونو کې داسې کيږي .
اېش کارټر د افغانستان او منځني ختيز په دوره دی ، نوموړي څو ورځې وړاندې د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي سره هم ليدلي وو .