لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بګرام ځانمرګي بريدکې د نېټو شپږ عسکروژل شوي


د امريکا د دفاع يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وئيلي چې په وژل شوؤ کې امريکايي عسکر هم شامل دي .
د امريکا د دفاع يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وئيلي چې په وژل شوؤ کې امريکايي عسکر هم شامل دي .

د افغانستان د بګرام ائيربېس سره نزدې يو ځانمرګي چاؤدنه کې د نېټو شپږ عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي ، نېټو د دغه بريد پخلی کړی دی .

د امريکا د دفاع يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وئيلي چې په وژل شوؤ کې امريکايي عسکر هم شامل دي .

له دې وړاندې د نېټو په مشرۍ د مشن وياند کرنل مائيکل لارن وي او ای ته وئيلي چې دغه بريد د ماسپخين نه پس شوی دی او زياته کړې يې ده " زه پخلی کوم چې بګرام کې د بارودو نه د ډک ګاډي بريد کې شپږ عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي ".

هغه وئيلي د پېښې پلټنې روانې دي .

طالبانو د دغه بريد پړه په غاړه اخيستې او وئيلي يي دي چې ۱۹ کسان وژل شوي او زياتره يې امريکايي عسکر دي .

د طالبانو وياند مطبوعاتو ته په لېږلي پيغام کې وئيلي چې ځانمرګی په موټرسائيکل ورغلی او بريد يې کړی دی .

د بګرام ائيربېس د افغانستان پلازمينې کابل نه جنوب پله په ۴۰ کلوميټره لرې فاصله باندې پروت دی ، او دا په افغانستان کې يو هغه بېس دی چرته چې د امريکا نزدې ۱۰زره عسکر افغان عسکرو ته د تربيت او مشورو ورکولو سره د ترهګرۍ ضد عملياتو کې هم برخه اخلي .

نزدې دوه اوونۍ د کندهار په هوايي ډګرطالبانو يو غټ بريد کړی ؤ چې پکې ۳۸ ملکي وګړي، ۱۰ پوځي عسکر او دوه پوليس وژل شوي وو .

طالبانو په ورستيو کې د افغانستان په بيلابيلو برخو کې بريدونه سېوا کړي او د اتوار په ورځ د هلمند په سنګين ضلع ورختلي او د چارواکو په وينا د سنګين د انتظاميې او پوليس مرکزونه يې نيولي دي .

خو د افغانستان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله نن د ګل په ورځ وئيلي هلمند کې د امنيتي وضعې قابو دپاره ګامونه پورته کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG