لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان افغانستان کې د مفاهمت دملاتړ ژمنه تکرار کړې


ملگرو ملتونو کې دپاکستان مرستيال مستقل استازي نبيل منير امنيتي شورا کې دافغانستان په صورتحال يو بحث کې دبرخې اخستو په مهال وويل چې ددغه مقصد دترلاسه کولو يواځينۍ لاره دجوړجاړي مقصدي عمل دى.

پاکستان افغانستان کې دامنيت خرابيدونکي صورتحال کې ښه والي لپاره دخپلې کوټلې مرستې ژمنې تکرار کړې ده.

ملگرو ملتونو کې دپاکستان مرستيال مستقل استازي نبيل منير امنيتي شورا کې دافغانستان په صورتحال يو بحث کې دبرخې اخستو په مهال وويل چې ددغه مقصد دترلاسه کولو يواځينۍ لاره دجوړجاړي مقصدي عمل دى.

هغه په دې خبره زور راوړو چې افغانانو ته به دهيواد دننه دوضعيت معمول ته راوستو لپاره پخپله گامونه اخستل وي.

افغان چارواکي دزياتې مودې راهسې په پاکستان تور لگوي چې دهغوي هيواد کې په امنيتي ځواکونو بريدونو ترسره کونکو وسله والو ته پشي شا داسلام اباد ملاتړ ترلاسه دى اؤ دغه وسله وال هم دهغوي تر قابو لاندې دي.

اوس اوس پاکستاني وزيراعظم نواز شريف منلې وه چې په طالبانو اثرورسوخ ضروري لري خو په مکمل ډول يې تر قابو لاندې نۀ دي، هغه وئيلي وؤ چې افغانستان کې دامن په اړه يې هيواد سنجيده دى اؤ دمذاکراتو له لارې دافغان ستونزې هوارى غواړي.

وزيراعظم نوازشريف وئيلي وؤ چې پاکستان په طالبانو تر يو حده اثرورسوخ لري کوم چې به کارولى اؤ طالبان به دمذاکراتو ميز ته دبيرته راوستو لپاره هلې ځلې کولى شي.

دپاکستاني پارلمان برني ايوان سينيټ کې دپاليسۍ بيان ورکولو په مهال دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وويل چې افغانستان کې تلپاتې امن نړيوالې ورورولۍ لپاره اوس هم يو چيلنج دى اؤ دهغه په قول ددې لپاره به دغلته دجوړجاړي دعمل بحالۍ لپاره دسنجيده هڅو ضرورت دى.

هغه وويل پاکستان پخپل گاونډي هيواد افغانستان کې امن اؤ خوشحالۍ لپاره خپل کوټلى کردار ادا کړى چې پکې دافغان طالبانو استازو سره دفغان حکومت دلمړو نيغ په نيغه مذاکراتو کوربه توب اؤ بيا دافغانستان په صورتحال اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ دکانفرنس ترسره کول شامل دي.

هغه وويل چې پاکستان گاونډي هيوادونو سره دپرامنه اړيکو په تگلاره باور لري.

روانه مياشت کې اسلام اباد کې دافغانستان په اړه دايشياء دزړۀ غونډه کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دجوړجاړي دعمل په بحالۍ اتفاق شوى ؤ.

افغان صدر اشرف غني وطن ته په واپسۍ کابل کې يو بيان کې وئيلي وؤ چې دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دمذاکراتو عمل راروانو اوونو کې پيل کيدى شي.

په ډاگه دې وي چې اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع يوه څلور ډله ييزه ليدنه هم شوې وه چې پکې وزيراعظم نوازشريف، دافغانستان صدر اشرف غني، دچين خارجه وزير وانگ ژي اؤ دامريکا مرستيال خارجه وزير انتهوني بلنکن هم گډون کړى ؤ.

دپاکستان په کوربه توب دروان کال دجولا ئي مياشت کې اسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه مذاکرات شوي وؤ، دغو مذاکراتو کې دچين اؤ امريکا استازو هم دمبصرينو په توگه گډون کړى ؤ.

ټاکل شوې وه دجولا ئي دمياشتې اخره کې به دمذاکراتو يو بل پړاؤ هم پاکستان کې ترسره کيږي خو دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو وروستو دمذاکراتو دغه عمل اودريدلى ؤ.

XS
SM
MD
LG