لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: رېنجرو ته د احتياراتو لانجه د څيړونکو په نظر کې


د دې تر ټولو غټ نقصان به دا وي چې د کراچۍ اپرېشن به متاثره شي او فائده به يې انتهاپسند قوتونوته ورسي
د دې تر ټولو غټ نقصان به دا وي چې د کراچۍ اپرېشن به متاثره شي او فائده به يې انتهاپسند قوتونوته ورسي

په داسې مهال چې د پيپلزپارټۍ ډلې د سنده صوبې حکومت او د مسلم ليګ ن ډلې مرکزي حکومت په کراچۍ کې د نيم پوځې دستې رېنجرو د احتياراتو په سر يو بل ته مخامخ شوي دي ، صوبايي حکومت په کراچۍ کې رېنجرو ته محدود او مشروط احتيار ورکړي خو مرکزي حکومت د صوبايي حکومت دغه خبره رد کړې او رېنجرو ته يې د هرقسمه عملياتو دپاره د ۶۰ ورځو دپاره مکمل احتيارات ورکړي دي .

د پيپلزپارټۍ د سندهـ صوبې حکومت او مسلم ليګ ن ډلې د مرکزي حکومت ترمينځ د رېنجرو د احتياراتو په سر د روانې کشالې په اړه څيړونکي وايي چې د دواړو حکومتونو زمه واري ده چې دغه مسله په ائيني او قانوني طريقې سره حل کړي او که دغه کشاله نوره سېوا کيږي او په نتيجه کې يې سياسي عدم استحکام رامنځته کيږي نو د هغې به هم دواړه حکومتونه زمه وار وي .

څيړونکي توصيف احمدخان په دغې اړه ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل د دغه کړکېچ تر ټولو زيات اثر به د کراچۍ په حالاتو پرېوځي .

" د دې تر ټولو غټ نقصان به دا وي چې د کراچۍ اپرېشن به متاثره شي او فائده به يې انتهاپسند قوتونوته ورسي" .

نوموړي زياتوي د ۱۸م ائيني بدلون نه پس داسې امکانات کم ليدی شي چې ګورنر راج ولګي ، البته ددواړو حکومتونو ترمينځ لانجه به روانه وي .

ياده دې وي د روانې مياشتې په ۵م نېټه رېنجرو ته په کراچۍ ښار کې د پوليس په رنګ د خصوصي احتياراتو لاندې د هر قسمه عملياتو کولو موده سر ته رسېدلې او بيا تر څو ورځو پورې رېنجرو سره هيڅ قسمه احتيارات نه ؤ او په دغې اړه مختلف بحثونه روان ؤ .

يوه اوونۍ وړاندې بيا په سنده اسمبلۍ کې د رېنجرو د احتياراتو د مودې غزولو دپاره د شرطونو سره قرارداد منظور کړی شو چې پکې ووئيل شو رېنجر و ته به د ۹۰ ورځو دپاره د چا په خپل تحويل کې ساتلو منظوري صوبايي حکومت ورکوي او د صوبايي حکومت په کوم دفتر يا ادارې باندې د چهاپې وهلو دپاره به د چيف سيکرټري نه اجازت اخلي ، دغه رنګ رېنجر به د پوليس نه علاوه د بلې کومې ادارې سره په ګډه عمليات نه کوي او رېنجر به په ښار کې د ترهګرو، هدفي وژونکو، تاوان دپاره تښتؤنکو او قلنګ اخيستونکو په ضد عمليات کوي .

اسمبلۍ کې په دغه قرارداد د مسلم ليګ ن، تحريک انصاف او د مسلم ليګ فنګشنل غړو احتجاج او واک اؤټ کړی ؤ .

د وزيراعلی لخوا د ۶۰ پورې د رېنجرو د احتياراتو د دستخط نه پس مرکزي حکومت تېره ورځ دغه سمري نامنظوره کړې او مرکزي داخله وزير چودهري نثارعلي خان رېنجرو ته د ۶۰ ورځو دپاره د مکمل احتياراتو ورکولو امر کړی دی .

د مرکزي حکومت دغه ګام پېپلزپارټۍ د سندهـ صوبې په حکومت حمله ګرځولې او وئيلي يي دي دا د ائين او قانون په ضد ګام پورته کړی شوی دی .

خو څيړونکی اجمل خټک کشر وايي چې دا هر څه په خپل ځايې، خو د پيپلزپارټۍ موجوده خبرې د خپلو ذاتي ګټو پورې محدودې دي .

" د سندهـ حکومت دلچسپي صرف په دې کې ده چې د هغو په کسانو لاس وانه چوي او وايي چې جمهوريت ته خطره ده ، هغه وايي جمهوريت ته خطره نه ده بلکې خطره هغو خلکو ته ده چې قاتلان دي او غلاګر دي" .

اجمل خټک کشر زياتوي چې له دې وړاندې هم دغه د پيپلزپارټۍ صوبايي او مرکزي دواړه حکومتونه په لاس کې وو او رېنجرو ته به يې بغېر د څه عُذر نه احتيارات ورکول او د هغې باوجود په ښار کې به وژنې هم روانې وي .

د يادونې وړ ده چې په کراچۍ کې رينجرو ته د احتياراتو ورکولو مسله په داسې مهال راپورته شوې چې د پيپلزپارټۍ سره تعلق لرونکی د پيټروليم پخوانی مرکزي مشير ډاکټر عاصم حسېن په خپل وخت کې د درغلۍ کولو او په کراچۍ کې په خپلو روغتونونو کې د ترهګرو د علاج کولو په تور نيولی شوی ، او ۹۰ ورځې د رېنجرو سره په تحويل کې ؤ او بيا پوليس ته ورکړل شو او تېره ورځ نوموړی د ۳۰م دسمبر پورې په عدالتي ريمانډ جېل ته لېږل شوی دی .

څيړونکي وايي دا د منلو او ستائينې وړ خبره ده چې په کراچۍ کې د رېنجرو د عملياتو سره د امنيت وضع ښه شوې ده خو رېنجرو ته يواځې د امنيت ترحده احتيارات ورکول پکار دي او د مسلم ليګ مرکزي حکومت دې د کرپشن يا درغلۍ او دغه رنګ نورو جرمونو دپاره نېب او نورې اړونده ادارې مظبوطې او بااحتياره کړي او د سندهـ ترڅنګ دې د نورو صوبو نه علاوه پنجاب صوبه کې هم د کرپشن، انتهاپسندۍ او کالعدم تنظيمونو سره د نورو غټو جرمونو په ضد عمليات وکړی شي چې نورې صوبې بيا په مرکزي حکومت د طرفدارۍ او تعصب کولو سوالونه نه راپورته کوي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG