لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند : دافغان فوځ اؤ طالبانو ترمينځ جگړه دوام لري


 مرستيال والي محمد جان رسولي ميډيا ته وئيلي دي چې اضافي عسکر سنگين اولسوالۍ ته رسيدلي اؤ عسکري الوتکې دفاع کوونکو ته خوراکي مواد غورځوي.
مرستيال والي محمد جان رسولي ميډيا ته وئيلي دي چې اضافي عسکر سنگين اولسوالۍ ته رسيدلي اؤ عسکري الوتکې دفاع کوونکو ته خوراکي مواد غورځوي.

افغان چارواکي وائي دافغانستان دهلمند ولايت سنگين اولسوالۍ ته دافغان فوځ کومک وررسيدلى اؤ هڅه کوي هاغه طالب جنگيالي پشا وتمبوي کومو چې داولسوالۍ په ځينو مقاماتو قبضه کړې ده، راپورونه وائي چې سيمه کې دافغان فوځ اؤ طالب جنگيالو ترمينځ سخته جگړه روانه ده.

مرستيال والي محمد جان رسولي ميډيا ته وئيلي دي چې اضافي عسکر سنگين اولسوالۍ ته رسيدلي اؤ عسکري الوتکې دفاع کوونکو ته خوراکي مواد غورځوي.

هغه وئيلي دي چې افغان عسکر اوس دجنگيالو مقابله کوي اؤ په سخته جگړه کې خلک دښار څخه کډې کوي.

باور کيږي چې پوځي مرکز اؤ نورو حکومتي ودانو کې خواؤشا ٢٠٠ پوليس اؤ پوځيان محصور دي.

هلمند ولايت کې دامنيت دبد وضعيت له امله دبرطانيې ددفاع وزارت تيره ورځ پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې هلمند کې يې خپل عسکري مشاوران بيا ځايې پځايې کړي دي.

دافغانستان ددفاع قائم مقام وزير معصوم ستانکزى وئيلي دي چې سنگين کې جگړه روانه ده ، چرته چې حکومتي ځواکونه دجنگيالو په گيره کې دي اؤ هغوي داولسوالۍ په زياتره برخه کنټرول لري چې پکې هاغه سړکونه هم شامل دي چې دسپلا يۍ اؤ اضافي کومک ليږلو لپاره کارول کيږي.

کابل کې مطبوعاتي کانفرنس ته ستانکزي وويل چې پوځ په پوزيشن کې دى اؤ عمليات روان د اؤ زياته يې کړه چې سنگين کې عسکرو ته دملاتړ لپاره هلمند ولايت ته اضافي عسکر رسيدلي دي.

دولايتي پوليسو مشر عبدالرحمان سرجنگ وئيلي دي چې داوونۍ دپيل څخه صورتحال ښه شوى خو سخته جگړه دوام لري.

دميډيا راپورونه وائي چې دسنگين دپوليسو مشر محمد داؤد گورنر ته شکايت کړى چې دهغوي دعسکرو لپاره سيمه کې خوراکي مواد اؤ گوله بارود دواړه په کميدو دي اؤ دهغوي ٢٠٠ؤ عسکرو ته خطره پيښه ده.

دطالبانو يو وياند وئيلي دي چې دسنگين اولسوالۍ محاصره به روانه وي اؤ زياته کړې يې ده چې افغان حکومت به دغلته ډير زر پخپل شکست منلو مجبور شي.

نيويارک ټائمز په هلمند کې دولايتي شورا ديو غړي عبادالله عليزئ له خُلې وئيلي دي چې دسنگين اولسوالۍ زياتره برخه دطالبانو په کنټرول کې ده، دافغان پوځ يو يونټ په محاصره کې دى اؤ سمدستي کومک ته ضرورت لري.

خو دهغه په قول سيمې ته داضافي عسکرو درسيدو په لاره کې دسړک دغاړې بمونه خنډ دى.

دعلاقې په لحاظ سره هلمند دافغانستان تر ټولو لويې ولايت دى اؤ دا دطالبانو ، افغان حکومت اؤ دهغوي دلويديزو ملاتړ کوونکو لپاره زيات علامتي قدر لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG