لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب:هسپتال کې داور لگيدو له امله ٢٥ کسان مړه،١٠٧ ژوبل


 داولسي دفاع دمحکمې ترمخه دزيارت په ورځ جنوبي ښار جازان کې دموقعيت لرونکي هسپتال په لمړي چت کې ناڅاپي اور ولگيدو.
داولسي دفاع دمحکمې ترمخه دزيارت په ورځ جنوبي ښار جازان کې دموقعيت لرونکي هسپتال په لمړي چت کې ناڅاپي اور ولگيدو.

دسعودي عرب په يو هسپتال کې داور لگيدو له امله لږ ترلږه ٢٥ کسان مړۀ شوي اؤ ١٠٧ نور ژوبل شوي دي.

داولسي دفاع دمحکمې ترمخه دزيارت په ورځ جنوبي ښار جازان کې دموقعيت لرونکي هسپتال په لمړي چت کې ناڅاپي اور ولگيدو.

دپيښې وروستو هسپتال کې ته امدادي ډلې اؤ اور وژونکې عمله رسيدلې اؤ په اور يې قابو موندلې ده، ددغه ځايې څخه مريضان اؤ نور ژوبل کسان بيلا بيلو هسپتالونو ته وړل شوي دي.

چارواکي وائي چې تر دې مهاله داور لگيدو وجوهات نۀ دي معلوم شوي اؤ ددغه پيښې پلټنې پيل کړل شوي دي.

سږکال داگست مياشت کې ختيز ولايت کې دتيلو ديوې لويې کمپنۍ ارامکو په يو کمپليکس کې هم داور لگيدو پيښه رامينځته شوې وه چې پکې ١٠ کسان وژل شوي اؤ ٢٥٩ ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG