لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل به په ٢٧ دسمبر کابل ته ځي،پوځي وياند


 دټولنيزو رابطو په ويب سائټ ټوئټر خپل يو بيان کې ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي دي چې ددغه يوې ورځنۍ دورې په مهال به جنرل راحيل شريف دافغانستان لوړپوړي عسکري اؤ سياسي قيادت سره ليدنې کوي.
دټولنيزو رابطو په ويب سائټ ټوئټر خپل يو بيان کې ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي دي چې ددغه يوې ورځنۍ دورې په مهال به جنرل راحيل شريف دافغانستان لوړپوړي عسکري اؤ سياسي قيادت سره ليدنې کوي.

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به په ٢٧م دسمبر دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيږي.

دټولنيزو رابطو په ويب سائټ ټوئټر خپل يو بيان کې ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي دي چې ددغه يوې ورځنۍ دورې په مهال به جنرل راحيل شريف دافغانستان لوړپوړي عسکري اؤ سياسي قيادت سره ليدنې کوي.

دجنرل راحيل دکابل ددورې دغه خبر په داسې حال کې ورکړل شوى چې جگړه ځپلي هيواد افغانستان کې طالب جنگيالو پخپلو کارروائيو کې چټکتيا راوستې اؤ په ځانگړې توگه دهلمند ولايت په سنگين اولسوالۍ کې دافغان پوځ اؤ طالب جنگيالو ترمينځ سختې نښتې روانې دي.

دروانې اوونۍ په پيل کې دافغان صدر اشرف غني دانتظاميې يو لوړپوړي چارواکي دپاکستان دانگريزې ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون ته وئيلي وؤ چې دجنرل راحيل ددغه راروانې دورې په مهال به پام دوؤ اړخونو ته اړولى شي، دهغه په قول توجو به غوره پاک افغان اړيکو اؤ طالبانو سره دخبرو اترو شروع کولو لارو چارو اړخ ته وي.

تيره اوونۍ دافغانستان صدر اشرف غني وئيلي وؤ چې دامن خبرې اترې په مياشتو کې نۀ بلکې په اوونو کۍ پيل کيدل پکار دي اؤ افغان ميډيا دقومي سلامتۍ دمشاور حنيف اتمر په اړه وئيلي وؤ چې خبرې اترې ددوؤ څخه دريوؤ اوونو کې پيل کيدى شي.

دافغانستان دپوځ پخوناني مشر جنرال شيرمحمد کريمي دگل په ورځ وئيلي وؤ چې هغه دپاکستاني پوځ دسرلښکر دراتلونکې دورې په اړه هيله مند دى ، څوک چې امن عمل کې مهم کردار لري اؤ وئيلي يې وؤ هيله لري چې جنرل راحيل دامن عمل کې دطالبانو شاملولو لپاره هغوي ته ډاډگيرنه ورکولى شي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر به دکابل دغه دوره په داسې حال کې کوي چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دمذاکراتو بحالۍ لپاره هڅې روانې دي.

په ډاگه دې وي چې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې روانه مياشت کې دافغانستان په اړه دايشياء دزړۀ دکانفرنس په موقع دافغان جوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره دڅلورو هيوادونو په سټئيرنگ کميټۍ جوړولو اتفاق شوى ؤ چې پکې پاکستان، افغانستان، امريکا اؤ دچين استازي شامل دي.

اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع ددغو څلورو واړو هيوادونو يوه مهمه غونډه ترسره شوې وه چې پکې دپاکستان وزيراعظم نوازشريف، دافغانستان صدر اشرف غني، دچين خارجه وزير وانگ ژي اؤ دامريکا دبهرنو چارو مرستيال وزير انتهوني بلنکن دخپلو هيئتونو مشري کړې وه.

سږکال دجولا ئي مياشت کې دپاکستان دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ په لمړي ځل نيغ په نيغه مذاکرات شوي وؤ چې پکې دامريکا اؤ چين استازو هم دمبصرينو په توگه گډون کړى ؤ.

خو تراوسه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې افغان مذاکرات به کله ممکن شي خو پاکستاني چارواکي وائي دغه لړ کې کار پيل شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG