په شام او عراق کې د فعاله تُندروه ډلې داعش د افغانستان لخوا د جمعې په ورځ يوه ويډيو خپره کړی شوې ده ، چې پکې د افغانستان او پاکستان په ځواکونو حملې او د کسانو وژنې ښکاره کړی شوي دي .
په مبينه توګه خبريالانو ته لېږل شوې دغه ويډيو چې ۱۲ منټه ده په لمړي سر کې پکې په پښتو ژبه کې ليکل ښکاره کيږي چې (خراسان د مرتدينو مقبره) .
په ويډيو کې بيا ښکاره کړی شوي د پاکستان قبائيلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ په شاهوخيلو علاقه کې د پوځ په ګاډو بريدکيږي . له دې وروستو په پکتيا کې د افغان ځواکونو په يوه پوسته بريد ښکاره کړی شوی چې پکې د غټو وسلو ډزې ليدل کيږي او بيا په لوګر سيمه کې د ماين پاکوؤنکو په ډله باندې چاؤدنه ښکاره کوي او دوه ګاډي يې سوځوي .
په ويډيو کې بيا په يو غر کې درې کسان ښکاره کول کيږي چې د يو نه سر غوڅولی شي او دوه نورو په ډزو وژل کيږي ، دويې ته ليکل شوي د ننګرهار په اچين سيمه کې د خلافت په ضد د پاڅون کوؤنکو د ډلې غړي دي . او بيا په ننګرهار کې په دوه ګاډو چاؤدنې ښودل شوي دي .
له دې وروستو په مبينه توګه د پاکستان قبائيلي سيمه خېبر خېبرايجنسۍ کې پاکستاني عسکرو باندې ډزې کېدل ښکاره کړی شوي دي ، او بيا په کراچۍ ښار کې د روان کال د مئ په مياشت کې د شيعه اسماعيليانو په ډک بس باندې د بريد زمه واري قبول کړی شوې ده ، په دغه بريد کې ۴۵ کسان وژل شوي وو . او په باجوړ کې د يو قومي لښکر په مشر د چاؤدنې زمه واري هم په غاړه اخلي .
د ويډيوپه اخره کې يو ځوان عمره تن د نورو کسانو سره په مخه ښه کولو نه پس په مبينه توګه د بارودو نه په ډک ګاډي کې کښېني ، او د لوګر په سيمه کې يوه پوسته باندې دغه د بارودو ډک ګاډي ته چاؤدنه ورکوي ، او ليدل کيږي چې د چاؤدنې په نتيجه کې زورورې دوړې او لوګي پورته کيږي .
په سمدستي توګه په دغه ويډيو کې د ښکاره کړو ترسره شوؤ حملو نېټې نه دي وئيل شوي او نه يې پخلی کيږي .
داعش د روان کال جنورۍ په مياشت کې يوه نقشه خپره کړې وه چې پکې موجوده پاکستان او افغانستان ته د اسلامي خلافت خراسان صوبه وئيل شوې وه .
د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر تېره اوونۍ د افغانستان د دورې په مهال سيمه کې د يو نوي ګواښ راولاړېدو خبره کړې وه او وئيلي يي ؤ چې د امريکايي پوځ د معلوماتو ترمخه داعش ډله په ننګرهار او د ملک په نورو برخو کې د ځالو جوړولو د موقعې په لټه کې دي .
افغان چارواکو د زيارته په ورځ وئيلي ننګرهار صوبه کې د صدايي خلافت ريډيو په نوم د داعش شورو شوی پروپګنډه ريډيو يې بند کړی دی ، دغه ريډيو د ننګرهار سره د پاکستان په باجوړ او مومند ايجنسۍ او چارسده ضلع کې هم اورېدل کېدو . د راپورونو ترمخه دغه ريډيو په سيمه کې د يوې مياشتې راهسې روان ؤ .
داعش ډله په افغانستان کې د افغان طالبانو سره په مخالفت کې ده او په وروستيو کې د دواړو ډلو د جنګيالو ترمينځ نښتې هم شوي دي .
بل لور ته د داعش په مبينه ويډيو کې چې پاکستاني پوځ باندې بريدونه او په کراچۍ کې د شيعه اسماعيليانو په بس د بريد کولو زمه وارۍ اخيستل شوي دي . خو پاکستان پرله پسې د دغه رنګ خبرونو رد کوي چې داعش ډله په پاکستان کې وجود لري .
ولې څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د پوليس چارواکو وئيلي ؤ چې په دغه ښار کې د ښځو يوه منظمه ډله د داعش دپاره کار کوي .