لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر د داعش جنګيالو نه سرونه غوڅول غندلي


د ځايي چارواکو په وينا په وروستيو کې د داعش وسله والو د ملېشې څلور غړي نيولي او سرونه يې ترې قلم کړي وو،
د ځايي چارواکو په وينا په وروستيو کې د داعش وسله والو د ملېشې څلور غړي نيولي او سرونه يې ترې قلم کړي وو،

د افغانستان صدر اشرف غني د پارليمان د يو نوميالي غړي د ملېشې لخوا د داعش د څلوور جنګيالو نه د سرونو غوڅولو پېښه غندلې او د ګل په ورځ سرکاري وياند وايس اف امريکا ته وئيلي صدر امر کړی چې د پېښې زمه وار به د انصاف کټهرې ته راوستلی شي .

په ننګرهار صوبه کې د داعش د څلورو جنګيالو نه غوڅ کړل شوي سرونه د اتوار په ورځ په عام سړک نندارې ته اېښودل شوي وو . د بشري حقونو تنظيم د وژنو د پېښې غندنه او د احتساب غوښتنه يې کړې وه .

د پارليمان د مرستيال سپيکر ظاهرقدير ملېشه په سيمه کې د څو اوونو راهسې د داعش د وسله والو په ضد جنګيږي .

د ځايي چارواکو په وينا په وروستيو کې د داعش وسله والو د ملېشې څلور غړي نيولي او سرونه يې ترې قلم کړي وو، چې په غبرګون کې يې ملېشې سمدست د داعش وسله وال ونيول او سرونه يې ترې پرې کړل .

صدراشرف غني د دغه پښې د عدالتي پلټنو امر کړی دی .

يو افغان حکومتي وياند وايس اف امريکا ته وئيلي چې دا حقيقت په خپل ځايې چې افغانان د داعش په رنګ د ترهګرو ډلو نه کرکه کوي خو دويې د سزا د خپل سره عمل او انسانيت دردؤنکي حرکت ملاتړ هم نه کوي .

ظاهر قدير مطبوعاتوسره په خبرو کې د دغه پېښې په اړه وئيلي چې په جنګ کې حلوا نه شي ويشل کيږي او ادعا يې کړې چې د داعش جنګيالو يې هم د ملېشې څلور غړي تښتؤلي او سرونه يې ترې غوڅ کړي وو .

د افغانستان د بشري حقونو ازاد کميشن هم د دغه وژنوغندنه کړې غېرقانونه يې ګرځولي اود پلټنو کولو غوښتنه يې کړې ده . او يو شمېر افغان سياست مدارو هم د دغه پېښې غندنه کړې ده .

ظاهرقدير تېره مياشت تېره مياشت د قامي سلامتۍ په مشير افغانستان کې د داعش د تُندلارو د ملاتړ کولو تور لګولی ؤ .

افغان حکومت دغه تور په سختۍ سره رد کړی او وئيلي يي ؤ چې هغه د حکومت لخوا د داعش په ضد جګړې لپاره جوړ کړی شوؤ محلي ۱۰۰۰ پوليسو په خپله ولقه کې د اخيستو هڅه کوي .

ظاهرقدير د کال ۲۰۱۴م په صدارتي انتخاباتو کې د اشرف غني نزدې ملګری ؤ ، د هغه پلار د پخوانۍ کابيني وزير او په کال ۲۰۰۲م کې په کابل ک وژل شوی ؤ .

د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان ختيزې صوبې ننګرهار په اچين ضلع کې څو مياشتې وړاندې د داعش وسله والو سرونه راپورته کړي او راپورونه وايي د ضلعې يو شمېر علاقې د داعش په ولقه کې دي . او په سيمه کې د داعش د وسله والو په ضد د حکومتي ځواکونو لخوا عمليات هم دوام لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG