د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې وئيلي چې د روان کال د پېل نه د يو ملين نه زيات کډوال د سمندر د لارې يورپ ته رسېدلي دي .
د کډوالو ادارې وئيلي تېر کال يورپ ته د تلونکو کډوالو شمېره دوه لاکه او ۱۶زره وه .
د ملګرو ملتونو د کډوالو دپاره هايي کېمشن نن د شورو په ورځ وئيلي چې په دغه شمېره کې ۸۰ فيصده يونان او پاتې زياتره د لېبوس جزيرې يا ټاپو د لارې تللي دي .
يونان ته زياتره کډوال د ترکي نه تللي دي ، او په پاتې نورو کې زياتره د ليبيا نه د بحېره روم د لارې اټلي ته رسېدلي دي .
دکډوالو ادارې وئيلي په کډوالو کې خواؤشا نيم د شام نه تښتېدلي، او ۲۱فيصده نور بيا د افغانستان نه تللي دي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو د اد ارې ترمخه دغو کډوالو يورپ ته د رسېدو دپاره خپل ژوند ځکه په خطر کې اچولی او په سمندر ورغلي ، چې ځان د جنګونو، تشدد، سياسي زور زياتې او معاشي ستونزو نه بچ کړي .
ادارې وئيلي په ۲۰۱۵م کال کې يورپ ته د بحېره روم د لارې د تلو په مهال لږ تر لږه ۳۷۳۵ کډوال مړه شوي يا بې درکه شوي دي .