د پاکستان وزيراعظم نواشريف د باندنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې د تيارۍ په موخه د څلورو ملکونو د استازو لمړۍ غونډه به راتلونکې مياشت کې اسلام اباد کې کيږي .
سرتاج عزيز د شورو په ورځ اسلام باد کې رسنيو سره خبرو کې وئيلي د افغان سولې د عمل دپاره به د پاکستان، افغانستان، امريکا او چين د استازو ترمينځ غونډه د ۱۰م نه د ۱۵م جنورۍ په منځ کې اسلام اباد کې اوشي .
د څلور واړو ملکونو په سټيرينګ کميټۍ کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ د ممکنه خبرو په لړ کې په دې بحث کولی شي ، چې د سولې خبرې کله، څنګه او چرته اوشي .
سرتاج عزيز وئيلي " تراوسه لا نېټه ټاکل شوې نه ده خو د ۱۰ نه تر ۱۵م جنورۍ په منځ کې به دغه غونډه په کابل کې نا ـ اسلام اباد کې اوشي، دا پرېکړه شوې وه چې څلور فريقي کميټي به وي او هغه به مذاکراتي عمل مخ په وړاندې بوځي ، د دغه کمېټۍ لمړۍ غونډه به د ۱۵م جنورۍ نه وړاندې اسلام اباد کې اوشي چې پکې به د دغه عمل د پېل او پرمختګ په اړه خبرې کيږي او د يو بل سره په ګډه د زمه وارو لاندې به دغه عمل مخ په وړاندې بوتلی شي " .
هغه وئيلي څلور واړه ملکونه به غونډه کې د افغانستان د سولې د عمل په اړه د خپلو خپلو رايو اظهار کوي .
نوموړي وئيلي " د څلورو واړو ملکونو مقصددغه دی چې د هر يو په خپل خپل ځاې رابطې دي په غونډه کې به دا ټاکل شي چې رابطې څنګه دي او خبرې څنګه پېل کړی شي " .
سرتاج عزيز دغه اعلان په داسې مهال کړی چې د اتوار په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د کابل په دوره ورغلی ؤ ، او هلته يې د افغان صدر اشرف غني او انتظامي مشر عبدالله عبدالله ترڅنګ په افغانستان کې د نړيوالو اتحادي ځواکونو مشر جنرال جان اېف کېمپبل سره ليدلي ؤ ، او د افغان امن عمل په اړه يې ورسره خبرې کړې وې .
د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې روانه مياشت د افغانستان په اړه دايشياء دزړۀ کانفرنس په مهال د افغان جوړجاړي د عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره د څلورو هيوادونو په سټئيرنگ کميټۍ جوړولو اتفاق شوى ؤ چې پکې به پاکستان، افغانستان، امريکا او د چين استازي شامل وي .
د سرتاج عزيز د تازه بيان نه وړاندې رويټرز خبرې ادارې په يو رپورټ کې د افغان صدارتي ماڼۍ د يو چارواکي د خلې وئيلي ؤ چې دغه څلور فريقي غونډه به راتلونکې اوونۍ کې په کابل کې اوشي .
د روان کال جولائۍ په اوومه نېټه د پاکستان په کوربه توب اسلام اباد سره نزدې د سېلګرۍ په مقام مري کې په لمړي ځل د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ نېغ په نېغه خبرې شوې وې ، چې پکې د امريکې او چين استازو ګډون کړی ؤ .
د دغو خبرو دويم پړاؤ چې د جولائۍ په اخره کې بيا په پاکستان کې ټاکل شوی ؤ ، هغه وخت د ځنډ ښکار شو چې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې خبر مخې ته راغی .