لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کۀ حق رانۀ کړل شو نوداقتصادي لارې منصوبه به دبلې صوبې هم نۀ شي،پرويزخټک


 اوقاف هال پيښور کې دپاک چين اقتصادي لارې په اړه جوړ شوي کنونشن ته دځانگړي ميلمه په حيث دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وويل چې دصوبې دحقونو ترلاسه کولو لپاره به ټولو پارليماني گوندونو ته پخپل مينځ کې اتفاق کول وي.
اوقاف هال پيښور کې دپاک چين اقتصادي لارې په اړه جوړ شوي کنونشن ته دځانگړي ميلمه په حيث دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وويل چې دصوبې دحقونو ترلاسه کولو لپاره به ټولو پارليماني گوندونو ته پخپل مينځ کې اتفاق کول وي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک مرکزي حکومت ته خبردارى ورکړى دى چې دپاک چين اقتصادي لارې منصوبه کې به دخپلو حقونو ترلاسه کولو څخه نۀ پشا کيږي اؤ که چرې دغه منصوبه کې هغوي ته خپل حقونه ترلاسه نۀ شي نو داقتصادي لارې منصوبه به دکومې بلې صوبې هم نۀ شي.

د٤٦ؤ اربو ډالرو په لگښت سره داقتصادي لارې دمنصوبې لاندې دچين دکاشغر ښار څخه دپاکستان ساحلي ښار گوادر پورې دمواصلاتو، بنيادي ځاندرې اؤ صنعتونو جال غوړولى شي اؤ دپاکستان سياسي اؤ عسکري قيادت ددغه منصوبې دمکملولو اراده څرگنده کړې.

خو بلوچستان اؤ خيبرپښتونخوا صوبو کې قام پرست سياسي مشران اؤ دپښتونخوا حکومت دپاک چين اقتصادي لارې دمنصوبې ختيزې برخې ته دترجيح ورکولو اؤ پنجاب صوبې ته دزياتې گټې رسولو تور لگوي خو مرکزي حکومت بيا ددغه منصوبې لاندې دهيواد ټولو برخو ته ديو شان گټې رسولو دعوه کوي.

اوقاف هال پيښور کې دپاک چين اقتصادي لارې په اړه جوړ شوي کنونشن ته دځانگړي ميلمه په حيث دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وويل چې دصوبې دحقونو ترلاسه کولو لپاره به ټولو پارليماني گوندونو ته پخپل مينځ کې اتفاق کول وي.

وزيراعلي پخپله وينا کې په مرکزي اؤ دپنجاب په حکومتونو سختې نيوکې وکړې اؤ وې وئيل دوفاقي نظام لاندې وفاق کې شاملو ټولو صوبو ته دائين ترمخه يو شان حقونه ترلاسه دي خو له بدغه مرغه کله چې هم دوړو صوبو دگټې خبره مخې ته راځي نو دهغوي دغه حق پنجاب خوري څوک چې ځان ته دټولو صوبو لويې ورور وائي.

پرويز خټک وويل تش په نوم خو پنجاب لويې ورور دى خو پريکړو کې وړو وروڼو(نورو صوبو) سره مشوره هم نۀ شي کولى اؤ هر څه دلويې ورور په جولۍ کې اچول کيږي.

هغه وويل داقتصادي لارې منصوبه کې خيبرپښتونخوا صوبه له پامه غورځول شوي نو ځکه هغوي خپل حق غواړي.

وزيراعلي وويل داقتصادي لارې منصوبه کې خيبرپښتونخوا ته دخپلو حقونو ترلاسه کيدو پورې به ولاړ وي.

پرويز خټک وويل مرکزي حکومت داقتصادي لارې دمنصوبې په اه هغوي څخه ټول حقيقتونه اؤ دتړون دستاويزات پټ ساتلي اؤ اوس دمرکزي حکومت له لوري په دې خبره زور راوړل کيږي چې ددې منصوبې په اړه دې دخيبرپښتونخوا دحقونو په معامله ميډيا کې واويلا ونۀ کړل شي کوم چې دهغه په قول په يو جمهوري دور کې هغوي ته دمنلو وړ نۀ ده.

وزيراعلي وويل کله چې هغوي دخپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو دغدار تور پرې لگول کيږي خو مرکزي حکومت ته به اوس خپل دغه طرزعمل اؤ فلسفه پريښودل وي ځکه چې اوس ددغه رقم حربو وخت نۀ دى نن دمواصلاتو،تعليم، ټولنيزې ميډيا اؤ انټرنيټ دور دى دکوم له لارې چې دحکومت داخلي معاملو پورې هم داولس رسد ممکن شوى دى اؤ په دغسې صورتحال کې مرکزي حکومت يا لويې ورور(پنجاب) هغوي نور نادان نۀ شي جوړولى.

پرويز خټک وويل داقتصادي لارې منصوبه کې چين خپلو پسمانده سيمو ته دپرمختگ ورکولو فکر کې دى اؤهم له دې امله يې اقتصادي لاره دخپلې زياتې پسمانده سيمې سنکيانگ څخه تيره کړې خو دهغوي بدقسمتي ده چې دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان پشان پسمانده سيمې نظرانداز کولى اؤ لويې ورور دغه ټوله منصوبه ترلاسه کول غواړي.

پرويز خټک گيله وکړه چې هغوي (پنجاب) قومي سوچ نۀ لري اؤ دخيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان پشان دوړو صوبو دپسماندگۍ هيڅ فکر نۀ لري.

پرويز خټک وويل داقتصادي لارې دهزاره، گلگت اؤ بلوچستان برخه کې داصل مغربي روټ گيس، ايل اين جي، آپټيک فائبر اؤ دبجلۍ دمنصوبو پشان اسانتياوې شامل نۀ دي بلکه دهغه په قول دغه منصوبې يواځې ختيز روټ کې شامل کړل شوي کومه چې دپنجاب څخه تيريږي اؤ پينډۍ ته په رسيدو سره ختميږي.

هغه وويل ددغه ځايې څخه ورپه اخوا دهغوي صوبه پيل کيږي اؤ اوس يواځې يو سړک مغربي روټ گرځولى اؤ هغوي دهوکه کولى شي کوم چې هغوي ته دمنلو وړ نۀ ده.

هغه وويل دې منصوبه کې شامل کړل شوى دډى ائي خان څخه تيريدونکى موټروى خو هغوي پخپلو وسيلو هم جوړولى شي.

پرويز خټک خبردارى ورکړو چې که چرې اصل مغربي روټ ددې دټولو پيوست منصوبو سره بحال نۀ کړى شو نو بيا به پاک چين لاره دصوبې ديوې برخې څخه هم تيريدو ته پرې نۀ ږدي ځکه چې هغوي ته يواځې سړک نۀ دى پکار.

هغه وويل په ٢٨مه مئ کال ٢٠١٥م کې وزيراعظم نوازشريف ټول گونديز کانفرنس رابللى ؤ اؤ په دغه مهال پريکړه شوې وه چې تر ټولو وړاندې به دخيبرپښتونخوا څخه تيريدونکى مغربي روډ جوړيږي خو اوس دمرکزي روټ پرانسته هم شوې ده.

پرويز خټک وزيراعظم څخه پوښتنه وکړه چې هغه دې ووائي ايا خيبرپښتونخوا کې هري پور څخه ډي ائي خان پورې داقتصادي لارې دمنصوبې يوه ښخته ايښودل شوې؟ هغه وويل مغربي روډ خواؤشا ٦٠٠ کلو ميټره لنډ هم دى اؤ دې سره پسمانده سيمې ترقى کولى شي اؤ ددې مکملول يوه وعده هم وه خو عمل پرې ونۀ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG