د امريکاد پوځ وياند وئيلي چې د دسمبر په مياشت کې د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا په عراق او شام کې د داعش په ضد ترسره شوؤ فضايي عملياتو کې خواؤشا ۲۵۰۰ وسله وال وژل شوي دي .
کرنل اسټيووارن مطبوعاتو ته وئيلي چې په اګست ۲۰۱۴م کې اتحاد د داعش په ضد عمليات پېل کړي ؤ ، او د داعش د ولقې نه شل زره کلوميټره سيمه اخيستل شوې ده .
هغه وئيلي د تېر کال د مئ د مياشت نه پس داعش کومه نوې علاقه نه ده قبضه کړې .
د وارن په وينا ، مونږ ګڼو چې داعش اوس ځان بچ کوي . هغه وئيلي که څوک د داعش برخه دي مونږ يې وژنو ، دا زمونږ تګ لاره ده .
د امريکا په مشرۍ د اتحاد لخوا د تېزو فضايي عملياتو په نتيجه کې د داعش د تېلو پېدوار سخت اغېزمند شوی دی ، او اوس د يوې ورځې په سر د ۴۵زرو په ځايي ۳۴زره بېرله تېل پاتې شوي دي .
تېره اوونۍ د عراق پوځ چاته چې د امريکا په مشرۍ د اتحاد د فضايي او سُني قبائيلو ملاتړ حاصل دی ، داعش يې د رمادي نه ويستې رمادي د انبار صوبې مرکز دی .
وارن وئيلي د رمادي په خالي کولو عراقي پوځ دغلته پهانسي ګهاتې معلومې کړي ، چرته چې به يې خلک وژل . او نور يرغمال کړی شوي خلک به يې د ډهال په توګه کارول .
هغه ووئيل چې په سلګونو عام ملکي خلک چې ورسره ماشومان هم دي تراوسه پورې ښار پرېدي او عراقي پوځ يې مرستې کوي .