لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې دکډوالو په جرگه ډزې،څلور مړه


 ددغه بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو دمقامي کسانو وينا ده چې دکالعدم تحريک طالبان پاکسان سره تړلي کمانډر خان سيد عرف سجنا ډله دغه بريد کې ککړ ده.
ددغه بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو دمقامي کسانو وينا ده چې دکالعدم تحريک طالبان پاکسان سره تړلي کمانډر خان سيد عرف سجنا ډله دغه بريد کې ککړ ده.

دميډيا راپورونه وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان په شکتوئي سيمه کې دکډوالو په امن جرگه وسله والو ډزې کړي چې پکې څلور کسان وژل شوي دي.

ددغه بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو دمقامي کسانو وينا ده چې دکالعدم تحريک طالبان پاکسان سره تړلي کمانډر خان سيد عرف سجنا ډله دغه بريد کې ککړ ده.

دسيمه ييزو خلکو ترمخه سجنا ډلې کډوالو ته څو ورځې دمخه خبردارى ورکړى ؤ چې هغوي دې خپلو کورونو ته نۀ واپس کيږي گنې وروستو به دنتيجو پخپله ذمه وار وي.

دراپورونو ترمخه شکتوئي سيمه کې دمحسود قبائيلو جرگه روانه وه چې پکې دسيمې په امنيتي پلان اؤ جنگيالو دنظر ساتلو په اړه خبرې اترې روانې وې اؤ دجرگې دختميدو وروستو خلک خپلو کورونو ته ستنيدل چې په دغه مهال په غرونو کې موجودو وسله والو په هغوي ډزې وکړې چې پکې څلور کسان ووژل شول.

وژل شوؤ کې ملک خان ولي، عبدالله خان اؤ اکبر خان شامل دي.

دپاکستاني پوځ لخوا کال ٢٠٠٩م کې جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو دپيل کيدووروستو دمحسود قبائيلو سره تعلق لرونکي کسان ددغه ځايې څخه وتلي وؤ، تراوسه ٧٠ؤ زرو کورنو څخه يواځې ١٣ؤ زرو کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG