لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا اؤ پنجاب کې دزلزلې جړقونه


 دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 5.0 اؤ مرکز يې افغانستان کې ؤ.
دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 5.0 اؤ مرکز يې افغانستان کې ؤ.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا اؤ پنجاب صوبې بيلا بيلو برخو کې دزلزلې جړقونه محسوس کړل شوي دي.

دامريکائي جيالوجيکل سروى ترمخه دزلزلې شدت 5.0 اؤ مرکز يې افغانستان کې ؤ.

دزلزلې جړقونه، پيښور، مردان، هنگو، ايبټ اباد، خيبرايجنسۍ، کرمې ايجنسۍ اؤ دپاکستان اؤ افغانستان سرحدي سيمو کې هم محسوس کړل شوي دي.

دپنجاب په ميانوالي، چنيوټ، سرگودها، پنډدادن خان اؤ ټوبه ټيک سنگهـ کې هم دزلزلې جړقونه محسوس کړل شوي دي،دزلزلې له امله خلک په ويره له خپلو کورونو راوتلي دي.

د٢٠١٦م کال دپيل کيدو راپديخوا پاکستان کې دا دريمه زلزله وه، له دې وړاندې تيرکال په ٢٥م دسمبر هم دپاکستان مختلفو برخو کې د6.2 شدت زلزلې له امله خواؤشا څلويښت کسان ژوبل شوي و.

تيرکال داکتوبر مياشت کې د7.5 زلزلې په نتيجه کې ٢٠٠ؤ څخه زيات کسان مړۀ شوي وؤ.

پاکستان کې په ٨م اکتوبر کال ٢٠٠٨م کې د7.6 شدت دزلزلې په نتيجه کې د٧٠ؤزرو څخه زيات کسان وژل شوي وؤ اؤ ددوؤ لکو څخه زيات ژوبل شوي اؤ په لکونو نور بې کوره شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG