په شام کې د څارنې يو تنظيم وئيلي چې په رقه ښار کې د داعش يو جنګيالي خپله مور په خپله په ډز وژلې ده .
برطانيه کې قائم ګروپ "سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس" وئيلي چې د داعش ۲۰ (شل) کلن جنګيالي د شورو په ورځ د سلګونو کسانو په وړاندې په يو مرکزي چوک کې خپله مور په ډز وژلې ده .
ابزروېټري وئيلي چې دغې ۴۰ کلنې ښځې هڅه کوله چې زوې يې داعش پرېږدي او دويې د ښار نه وتښتي .
راپورونه وايي دغه ښځه هغه وخت ونيول شوه چې کله جنګيالي خپله ډله په دې خبر کړه .
رقه په خواؤشا څلور لاکه خلکو مشتمل ښار دی ، کوم چې داعش د خپل سره خلافت مرکز جوړ کړی دی .
داعش په دغه سيمه کې سړو او ۱۴ کلنو هلکانو ته اړتيا لري ، چې د داعش په ځايي پوليس کې يې بهرتي کړي .
داعش په شام او عراق کې يوه لويه علاقه په ولقه کې اخيستې ده ، او په دې خبره يې په سلګونو کسان وژلي چې هغويې يې د دښمن دپاره کار کولو .