لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب مسلکي نفرت ته هوا ورکوي،ايران


 خط کې وئيل شوي دي چې ايران گاونډي هيوادونو سره تاؤتريخوالي کې داضافې خواهش يا دلچسپي نۀ لري.
خط کې وئيل شوي دي چې ايران گاونډي هيوادونو سره تاؤتريخوالي کې داضافې خواهش يا دلچسپي نۀ لري.

ايران په سعودي عرب مسلکي نفرت ته دهوا ورکولو تور لگولى اؤ وئيلي يې دي چې هغوي مينځني ختيز کې تاؤتريخوالى سيوا کول نۀ غواړي.

دخبري ادارې اى ايف پي ترمخه دايران دبهرنو چارو وزير جواد ظريف له لوري دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ سيکرټري جنرل بانکي مون ته ليکل شوي خط کې وئيل شوي دي چې سعودي عرب نړيوالو طاقتونو سره دايران جوهري تړون ته دزيان رسولو هڅه کې دناکامۍ څخه وروستو دايران په اړه غلط فهمۍ پيدا کوي.

خط کې وئيل شوي دي چې ايران گاونډي هيوادونو سره تاؤتريخوالي کې داضافې خواهش يا دلچسپي نۀ لري.

سعودي عرب اؤ ايران دسيمې دوه روايتي رقيب هيوادونه لري، رياض په تهران تور لگوي چې گاونډي هيواد يمن کې دشيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي، ددواړو هيوادونو ترمينځ تاؤتريخوالي کې اضافه هاغه مهال وشوه کله چې سعودي عرب پخپل هيواد کې يو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر تيزندي کړي، ايران دشيعه مسلمانانو اکثريتي هيواد دى.

دنمر دمرگ په سزا دعمل درامد وروستو تهران کې پاريدلو مظاهرينو دسعودي عرب په سفارت خانه حمله کړې وه دکوم څخه وروستو چې سعودي عرب ايران سره دخپلو سفارتي اړيکو دقطع کولو اعلان کړى.

جواد ظريف وئيلي دي چې ايران اسلامي اتحاد ، امن اؤ استحکام ته ترجيح ورکوي اؤ ددې خبرې ثبوت دا دى چې دسعودي عرب له لوري يې دسفارتي اړيکو دختمولو پشان کوم گام نۀ دى اخستى.

ددواړو هيوادونو ترمينځ مخ په زياتيدونکى تاؤتريخوالي سيمه کې دثبات لپاره خطره گرځول کيږي اؤ بيلا بيل هيوادنه ددې په سفارتي هواري زور راوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG