د خېرښېګړې خيراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن مشر عبدالستار ايدهي وايي ، ښه مذهب انسانيت دی او د انسانيت منل د مذهب نه هم اوچت کار دی .
د انسانيت مبارز عبدالستار ايدهي چې دا وخت يې عمر ۸۸ کاله دی نوموړي ۶۶ کاله وړاندې په کراچۍ کې د يوې کمرې روغتون نه د خېرښګرې او د انسانيت په خدمت پېل کړی چې اوس دغه اداره د ملک په کچه تر ټولو غټه خېراتي اداره جوړه شوې ده .
د ايدهي مرستندويه خيراتي اداره چې ايدهي فاؤنډېشن جوړ شوی ، ايدهي وايي ادارې ته يې زياتره عام خلک مرستې ورکوي مالدار يا شته مند خلک ورته مالي مرستې نه ورکوي .
ښاغلی ايدهي وايي د انسانيت نه بل غټ کوم مذهب نشته .
" ښه انسانيت مذهب دی او انسانيت منل د مذهب نه هم اوچت کار دی او که په دنيا کې انسان، انسان جوړ شي نو ټول فسادات به د منځه لاړ شي د وسلې په جوړولو کې امن نشته امن په انسانيت کی دی" .
دا چې په انسانيت مئين عبدالستار ايدهي خپله څوک خوښوي د چا فلسفه او خدمات يې خوښ دي ؟ وايي " باچاخان مې خوښ ؤ ، ساده ؤ ساده ژوند يې تېرؤ او د انسانيت سوچ يې لرو په دغه کار يې خوښوم " .
نوموړي ته د انساني خدماتو په سر پاکستان کې يو شمېر جائزې ورکړل شوي دي .
ولې اوس د نوبل جائزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي په سوشل ميډيا د عبدالستار ايدهي دپاره يو کمپائن پېل کړی چې د نړۍ مشران دې د انسانيت دپاره د قدر وړ خدماتو په اعتراف کې د کال ۲۰۱۶م د نوبل امن جائزې دپاره د عبدالستار ايدهي نوم وټاکي .
ضياالدين يوسفزی وايي زه او ملاله يوسفزۍ پوخ يقين لرو چې عبدالستار ايدهي يوستر شخصيت دی او د نوبل امن جائزې حق لري .
د عبدالستار ايدهي د ژوند او خيراتي ادارې په اړه د ډيوه خبريال فضل عزيز تفصيلي رپورټ دلته واورئ،