لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي: دسپاه قبائيلو دستنيدو لړۍ پيل شوې


 قبائيلي سيمو کې دافتونو په مهال دمرستې دقومي ادارې ترمخه دستنيدو دعمل په مهال دهرې کورنۍ تگ راتگ لپاره لس زره روپۍ اؤ دمالي مرستو لپاره پينځه ويشت زره روپۍ ادا کولى شي.
قبائيلي سيمو کې دافتونو په مهال دمرستې دقومي ادارې ترمخه دستنيدو دعمل په مهال دهرې کورنۍ تگ راتگ لپاره لس زره روپۍ اؤ دمالي مرستو لپاره پينځه ويشت زره روپۍ ادا کولى شي.

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ څخه دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ سپاه قبائيلو سيمې ته دواپسۍ عمل دنهې په ورځ پيل شوى اؤ دچارواکو وينا ده چې دې لپاره ټولو انتظاماتو ته غوڅ شکل ورکړل شوى دى.

قبائيلي سيمو کې دافتونو په مهال دمرستې دقومي ادارې ترمخه دستنيدو دعمل په مهال دهرې کورنۍ تگ راتگ لپاره لس زره روپۍ اؤ دمالي مرستو لپاره پينځه ويشت زره روپۍ ادا کولى شي.

ددغو قبائيلو تعلق دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل سره دى.

٢٠٠٩م څخه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد وخت په وخت دامنيتي ځواکونو له لوري دعملياتو له امله سيمې څخه دسپاه قبيلې خلک بې کوره شوي وؤ.

خيبرايجنسۍ کې دزياتې فعاله تندروه ډلې لشکراسلام دمشر منگل باغ تعلق هم ددغه قبيلې سره دى.

تيره مياشت سپاه قبائيلو پوليټيکل انتظاميې سره دمذاکراتو څخه وروستو په يو تړون اتفاق کړى دکوم لاندې چې به قبائيل دخپلې سيمې ترهه گرو ته داستعماليدو اجازه نۀ ورکوي اؤ دترهه گرۍ مخنيوې کې به دحکومت ملاتړ کوي، رياست ته مطلوب کوم تن ته به قبائيل پناه نۀ ورکوي اؤ هغه به چارواکو ته سپاري.

دقبائيلي روايت مطابق که چرې په ړون عمل درامد ونۀ شو اؤ کوم جرم کې دهغوي دککړتيا پته ولگيده نو دلسو لکو روپو جرمانې سره به مخ کيږي اؤ کورونه به يې ړنگولى شي.

قبائيلو په ٨٠ؤ غړو مشتمل دامن لښکر هم جوړ کړى.

روانه مياشت کې دباړې تجارتي مرکز خواؤشا شپږ کاله وروستو يوځل بيا پرانستل شوى ؤ اؤ دغلته کاروباري هلې حلې پيل کيږي.

دپاکستان پوځ ٢٠١٤م کال کې هم دخيبرون اؤ خيبر ټو په نوم سره خيبرايجنسۍ کې عمليات ترسره کړي اؤ په دغه مهال په لکونو خلکو خپله سيمه پيښې اؤ دخيبرپښتونخوا بيلا بيلو خوندي سيمو ته يې کډې کړي دي.

په مرحله وارې طريقې سره ددغو قبائيلو خپلو سيمو ته ستنيدل هم پيل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG