لاس رسیدونکی لینک

 
کوئټه : دپوليو مرکز سره نزدې چاؤدنه کې ۱۴ کسان وژل شوي
تازه خبر

کوئټه : دپوليو مرکز سره نزدې چاؤدنه کې ۱۴ کسان وژل شوي


 په وژل شوؤ کې زياتره هغه پوليس د مينځه تللي دي چې د پوليو ورکرانو په حفاظت مامور وو .
په وژل شوؤ کې زياتره هغه پوليس د مينځه تللي دي چې د پوليو ورکرانو په حفاظت مامور وو .

د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې سيټلائټ ټاؤن علاقه کې نن د شورو په ورځ يوه چاؤدنه شوې چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي .

د بلوچستان داخله وزير سرفراز بګټي وئيلي پېښه کې ۱۳ پوليس او يو د ملېشې عسکر شامل دي هغه وئيلي داسې معلوميږي چې دا ځانمرګی بريد وي .

پوليس افسر ډي ائي جي کوئټه سيد امتياز شاه وئيلي چاؤدنه کې د اووه نه تر اته کلو پورې چاؤدېدونکي بارودي مواد کارول شوي دي .

هغه وئيلي په وژل شوؤ کې زياتره هغه پوليس د مينځه تللي دي چې د پوليو ورکرانو په حفاظت مامور وو.

پېښه کې مړي او ژوبل د کوئټې سول روغتون ته وړل شوي او په روغتون کې ايمرجنسي په ځايې کړی شوې ده .

د روغتون چارواکو وئيلي چې په ژوبلو کې د پينځه ؤ روغتيايي حالت مرګونی دی او هغويې پوځي روغتون ته لېږل شوي دي .

د چاؤدنې نه پس د پوليس نفري موقعې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخيستې ده .

د بلوچستان وزيراعلی نواب ثناالله زهري د چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وئيلي يي دي چې ترهګري به په هيڅ صورت ونه زغملی شي .

سيټلائټ ټاؤن کې د پوليو مرکز سره نزدې د چاؤدنې له امله په بلوچستان کې د پوليو درې ورځنی کمپائن ځنډول شوی دی .

د صوبې په سر ښار کوئته او نورو ضلعو کې د ګل په ورځ د پوليو درې ورځنی کمپائن پېل کړی شوی او نن يې اخرنۍ ورځ وه .

پاکستان اوس هم د نړۍ په هغو ملکونو کې شمار دی چرته چې پوليو شتون لري ، او د پاکستان په مختلفو برخو کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته او د پوليو کارمندانو او د هغويې په ساتونکو وژونکې حملې شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG