لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوباما اؤ پيوټن ترمينځ په نړيوالو چارو ټيليفوني خبرې


 دسپينې ماڼۍ چارواکو وئيلي دي چې دواړو مشرانو شام کې دخانه جنګۍ ختمولو لپاره په روانو هڅو اؤ يوکرين کې داوربند دشرطونو په عمل درامد خبرې کړي دي.
دسپينې ماڼۍ چارواکو وئيلي دي چې دواړو مشرانو شام کې دخانه جنګۍ ختمولو لپاره په روانو هڅو اؤ يوکرين کې داوربند دشرطونو په عمل درامد خبرې کړي دي.

دامريکا صدر براک اوباما دشورو په ورځ دروس صدر ولايمير پيوټن سره په ټيليفون په ګڼو معاملو خبرې اترې کړي دي.

دسپينې ماڼۍ چارواکو وئيلي دي چې دواړو مشرانو شام کې دخانه جنګۍ ختمولو لپاره په روانو هڅو اؤ يوکرين کې داوربند دشرطونو په عمل درامد خبرې کړي دي.

دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنيسټ وئيلي دي چې هغوي ځانګړي وخت پورې دروسيانو له لوري دبيلتون خوښو دملاتړ دبندولو په ضرورت خبرې کړي ، دکوم له امله چې دا مهال يوکرين د بې ثباتۍ ښکار دى.

روس وائي پيوټن په دې خبره زور راوړى چې داوربند دتړون لاندې يوکرين ته خپلې ژمنې پوره کول پکار دي.

دواړو مشرانو شام کې دخانه جنګۍ دمعاملې هواري لپاره دملګرو ملتونو په سيوري کې دمذاکراتو په ملاتړ زور راوړو، چې پکې دصدربشارالاسد مستقبل مهمه پيچيده نکته جوړه شوې ده.

امريکا په روس زور راوړي چې داسد ملاتړ دې بند کړي اؤ داسد حکومت په ضد په ياغيو ډلو دې حملې بندې کړي.

اوباما اؤ پيوټن دملګرو ملتونو دامنيتي شورا دقراردادونو په خلاف ورزۍ کولو سره دشمالي کوريا له لوري داوسنۍ جوهري تجربې په معامله هم خبرې کړي اؤدې لړ کې يې هغوي دمضبوط اؤ متفق بين المللي ګام په ارزښت زور راوړو.

روس وئيلي دي دداعش دتندروه ډلې اؤ نورو ترهه ګرو په ضد جګړې ته ودې ورکولو لپاره دامريکا اؤ روس ترمينځ دښو پوځي رابطو ضرورت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG