لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جومات د ملا په فتوه زلمي هلک ځان نه لاس غوڅ‌ کړی


زلمي هلک د ملا په خبره نه ؤ پوئ شوی اؤ‌ ملا پرې د مذهب د سپکاوي تور ولګولو
زلمي هلک د ملا په خبره نه ؤ پوئ شوی اؤ‌ ملا پرې د مذهب د سپکاوي تور ولګولو

دپاکستان دپنجاب صوبې په اوکاړه سيمه کې پوليسو دجومات هاغه مُلا نيولى چې په يو کم عمره ماشوم يې دمذهب دسپکاوي تور لگولى اؤ په ځواب کې دغه هلک د ګناهګاریدو له ویرې دځان څخه لاس پرې کړى دى.

دجمعې په شپه دجومات د مُلا شبير احمد په ضد دپاکستان پينل کوډ دشق ٣٢٤ اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي داووم سيکشن لاندې مقدمه درج کړل شوې ده.

د سیمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې پينځه ورځې وړاندې داوکاړه تحصيل دديپال پور سيمې حجره شاه مقيم کې ديو کلي مُلا شبير احمد د ميلاد ديو محفل په مهال خپله وينا کې وئيلي وؤ چې څوک دپيغمبر سره مينه کوي هغه لمونځ ادا کوي.

په دغه مهال مُلا دراټولو شوؤ کسانو څخه پوښتنه کړې وه چې څوک دپيغمبر سره مينه نه کوي هغوې دې لاس پورته کړي؟ ياد شوي هلک پینځلس کلن محمد انور دمُلا په دغه پوښتنه سم نۀ ؤ پوهه شوى اؤ لاس يې پورته کړى ؤ.

په دې دجومات مُلا په دغه هلک دمذهب دسپکاوي تور ولگولو اؤ وې وئيل چې هغه واجب القتل دى.

داى ايف پي دراپور ترمخه راټولو شوؤ خلکو په هغه دمذهب دسپکاوي تور لگولی چې له دې وروستو دغه هلک خپل کور ته تللى اؤ کوم لاس چې يې پورته کړى ؤ هغه يې دځان څخه پرې کړى،

راپور کې وئيل شوي چې دغه هلک دځان څخه پرې کړی لاس په يو تالي کې ايښودى ؤ اؤ دجومات مُلا ته يې وړاندې کړى دى.

دعيني شاهدانو ترمخه دغه هلک دمذهب هيڅ سپکاوى نۀ دى کړى اؤ دا پيښه دغلط فهمۍ نتيجه وه، خو پوليس وائي چې دجومات دمُلا تورونه ددغه پيښې سبب جوړ شوى دى.

دميډيا راپورونه وائي چې د اغيزمن شوي هلک دريځ دى چې دجومات مُلا بې قصوره دى.

دمقامي پوليسو مشر نوشير احمد وئيلي دي چې هغه په يوه ويډيو کې ليدلي چې دکلي خلک په کوڅه کې دغه هلک ته مبارکي ورکوي اؤ خپل مور او پلار پرې وياړ کوي.

په اسلام اباد کې دنفسياتو يو ماهر ډاکټر رضوان تاج ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې دغه هلک ټولنيز فشار محسوس کړى اؤ په تنهايۍ کې يې دغه انتهائي گام پورته کړى دى.

په پاکستان کې دمذهب سپکاوى يوه حساسه معامله ده، په دغه هيواد کې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس په زرگونو خلک راپاريږي اؤ دمذهب دسپکاوي شکمن تن ته دعدالتي پريکړو دانتظار کولو څخه پرته پخپله سزا ورکوي.

په دغه شان پيښو کې دپنجاب صوبې پخوانى گورنر سلمان تاثير، پخوانى مرکزي وزير شهباز بهټي وژل شوي اؤ دلاهور په رادها کشن سيمه کې خواري کښ عيسائي ښځه اؤ خاوند دمذهب دسپکاوي ددروغو دتورونو په اساس دخښتو په هاغه بهټۍ کې سوځول شوي وؤ چې هغوي به پکې په مزدورۍ کار کولو.

پاکستان کې دمذهب دسپکاوي قانون دخپل اصل مقصد پځايې په غلط توگه استعماليږي اؤ اکثره طاقتور اؤ بااثره خلک دغه قانون دکمزورو خلکو په ضد کاروي اؤ هغوي دمرگ خُلې ته ليږي.

پاکستان کې که هر څو دمذهب دسپکاوي قانون په غلط توگه کارول کيږي خو دټولنيز فشار اؤ تندروه ډلو دگواښ له امله سياست دانان دمذهب دسپکاوي قانون کې دڅه قسمه بدلونونو کولو څخه ډډه کوي. خو دپاکستان سترې محکمې په ډاگه کړې ده چې دمذهب دسپکاوي قانون دانسانانو لخوا جوړ شوى اؤ دانسانانو لخوا جوړ شوي قانون کې داصلاح گنجائش موجود وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG