لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نوازشريف اؤ جنرل راحيل به درياض اؤ تهران دوره کوي

 دامنيتي سرچينو ترمخه وزيراعظم نوازشريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به دگل په ورځ په ١٨مه جنورۍ دتهران اؤ رياض ترمينځ دتاؤتريخوالي ختمولو لپاره رياض کې دسعودي عرب دباچا سلمان بن عبدالعزيز اؤ تهران کې دايران دصدر حسن روحاني سره ليدنې کوي.

دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ دتاؤتريخوالي دراکمولو په غرض به دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ وزيراعظم ميا نوازشريف دگل په ورځ په يوه ورځنۍ دوره سعودي عرب اؤ بله ورځ ايران ته رسيږي.

دامنيتي سرچينو ترمخه وزيراعظم نوازشريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف به دگل په ورځ په ١٨مه جنورۍ دتهران اؤ رياض ترمينځ دتاؤتريخوالي ختمولو لپاره رياض کې دسعودي عرب دباچا سلمان بن عبدالعزيز اؤ تهران کې دايران دصدر حسن روحاني سره ليدنې کوي.

دميډيا راپورونو کې امکان څرگندولى شي چې هغوي سره به ددغه مهمې دورې په مهال ددفاع وزير خواجه اصف، دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز اؤ ځانگړى مرستيال طارق فاطمي هم سعودي عرب اؤ ايران ته ځي.

سعودي عرب کې ديو نامتو شيعه مذهبي مشر نمرالنمر دمرگ په سزا دعمل درامد کيدو وروستو څو اوونۍ دمخه تهران کې مظاهرينو دسعودي عرب په سفارت خانه اؤ مشهد کې دسعودي په قونصل خانه حمله کړې وه.

دپيښې څخه وروستو سعودي عرب ايران سره دخپلو سفارتي اړيکو دختمولو اعلان کړى ؤ اؤ دايران سفارتي عملې ته يې ٤٨ؤ گينټو کې دننه دسعودي عرب دپريښودو وينا کړې وه.

سعودي عرب سره ديو والي دڅرگندونې په ترڅ کې گڼو خليجي هيوادونو هم ايران سره خپلې سفارتي اړيکې ختمې کړي.

خو پاکستان دريځ لري چې دمناسب وخت په راتللو به دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ دمينځگړي کردار ادا کوي.

تيره اوونۍ دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وئيلي وؤ دسعودي عرب اؤ ايران ترمينځ تاؤژنې اړيکې هغوي څخه دسفارتي نقطه نظره دمتوازن اوسيدو تقاضا کوي.

ل٨ه دې وړاندې سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبير اؤ وروستو ددفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان دپاکستان دوره کړې وه اؤ دغلته يې لوړپوړو عسکري اؤ سياسي مشرانو سره ليدنې کړې وې.

دقومي اسمبلۍ دخارجه چارو لپاره دقائمه کميټۍ غړي رانا افضل وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دمينځني ختيز دموجوده صورتحال په تناظر کې دوزيراعظم دغه دوره زيات اهميت لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG