د جوهري توانايۍ نړيوالې ادارې (ائي اې اي اې) پخلی کړی دی چې ايران د نړيوالو قوتونو سره د جوهرې تړون په لړ کې کړي شرطونه پوره کړي ، او ايران باندې د لګېدلو بندېزونو لار هواره شوې ده او اوس ترې بنديزونه پورته کولی شي .
د يورپي يونين د بهرنۍ پاليسۍ مشرې فريډريکه مغيرني اعلان کړی چې نړيوال قوتونه ايران باندې د ايټمي معاملې په لړ کې لګېدلي بندېزونه پورته کوي .
دغه اعلان د خالي په ورځ ويانا کې يوه ګډه ليدنه کی شوی چرته چې د ايران خارجه وزير جوادظريف هم موجود ؤ .
يو بيان کې د امريکا خارجه وزير جان کېري وئيلي ايران د جوهري تړون په لړ کې شرطونه پوره کړ ي او اوس پرې د امريکې لخوا لګېدلي بنديزونه پورته کول کيږي .
د امريکا سپينې ماڼۍ يو امر کړی دی چې پکې د ايران نه د بندېزونو پورته کولو په باقاعده توګه اعلان شوی دی .
مغيرني وئيلي چې " دا تاريخي موافقه، منصفانه، او د کلک نوعيت ده او د دې " عمل کېدل به " د سيمې او نړۍ په امن کې برخه ولري .
دغه عمل په داسې مهال مخې ته راغلی دی چې ايران او امريکې د بنديانو خوشي کولو تبادله کړې، په دغو خوشي شوؤ کې امريکايي خبريال او پخوانی امريکايي ميرين هم شامل دی .کيري وئيلي د جوهري تړون په لړ کې د خبرو په مهال يې جوادظريف سره په دغه معامله خبرې کولې .
ايران سره د جوهري تړون په سر د دوؤ کالو راهسې خبرې روانې وې او تېر کال د جولايۍ په مياشت کې يو تړون شوی ؤ ، په دغو خبرو کې امريکا او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په ګډون مستقل غړي جرمني او يورپي يونين شامل ؤ .
د موافقې عملي کېدو په نتجه کې به اوس ايران په بهرنو بېنکونو کې خپلو منجمد اثاثو ته ورسي ، راپورونه وايي د ايران په بهرنو بېنکونو کې اثاثې د ۵۰ اربه ډالرو نه زياتې دي .
د دې ترڅنګ ايران به اوس کولی شي چې د نورو ملکونو سره خپل تجارت سېوا کړي .
د ايران صدر حسن روحاني د انتخاباتو په مهال وئيلي چې د ملک په اقتصادي برخه کې به اصلاحات راولي او ژمنه يې کړې وه چې په ايران لګېدلي بندېزونه به لرې کړی شي .
خو د امريکا لخوا محدود بندېزونه پورته کولی شي،او د بشري حقونواو ترهګرۍ سره اړونده بندېزونه به په خپل ځايې وي ، د کوم له سببه به چې ادارې د ستونزو سره مخ وي چې کوم خاص پرمختګ اوکړي .