د پاکستان سره په پوله پرتې صوبې ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د صوبايي کونسل (ولايتي شورا) د يو غړي په کور ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي .
د افغان چارواکو په وېنا دغه ځانمرګی بريد نن د اتوار په ورځ د نوميالي سياستوال عبيد شينواري په حجره شوی دی .
د خبري ادارې ايسوسي ايټډ پرېس له خوا خپور شوي رپورټ کې وئيل شوي چې د ننګرهار د ګورنر وياندعطاالله خوګياڼي پخلی کړی چې ځانمرګي د عبېدالله شينواري په حجره کې ځان ته چاؤدنه ورکړې ده .
خوګياني امريکا غږ ته وئيلي ځانمرګی په حجره کې د خلکو منځ ته ورغلی او ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته يې چاؤدنه ورکړې ده .
د نوموړي په وېنا د شينواري مشر صميم شينواري پېښه کې وژل شوی او د هغه پلارملک عثمان ژوبل دی .
خوګياڼي وئيلي چاؤدنه کې ټول ځايي خلک وژل شوي دي او دوې د شينواري د مشر ورور صميم شينواري د طالبانو د بند نه د خلاصېدو په مناسبت په حجره کې رايوځايي شوي وو .
عبېدالله شينواري د ننګرهار د صوبائي کونسل غړی دی او کورنۍ ئې په سياست کې فعاله ده .
خوګياڼي اندېښنه هم څرګنده کړې چې د پېښې په ترڅ کې د مړو شمېره سېوا کېدی شي.
د پېښې پړه لا چا په غاړه نه ده اخستې .