لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه: بمي چاؤدنه کې د ملېشې پينځه عسکر وژل شوي


بم د سړک غاړې ته ښخ کړی شوی او د امنيتي سرتېرو ګاډی د ګشت په ډيوټۍ مامور وو چې په هدف کړی شوی دی .
بم د سړک غاړې ته ښخ کړی شوی او د امنيتي سرتېرو ګاډی د ګشت په ډيوټۍ مامور وو چې په هدف کړی شوی دی .

د پاکستان بلوچستان صوبې سر ښار کوئټې په مارګټ علاقه کې د يوې چاؤدنې په نتيجه کې د ملېشې پينځه امنيتي سرتيري وژل شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه امنيتي چارواکو پخلی کړی دی چې نن د ګل په ورځ دغه پېښه رامنځته شوې او د ريموټ کنټرول د لارې د امنيتي سرتېرو په ګاډي بم چاؤدل شوی دی .

چاوراکو وئيلي بم د سړک غاړې ته ښخ کړی شوی او د امنيتي سرتېرو ګاډی د ګشت په ډيوټۍ مامور وو چې په هدف کړی شوی دی .

د راپورونو ترمخه د چاؤدنې په نتيجه کې د ملېشې پينځه سرتيري ځايي په ځايي مړه او دوه ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي .

د چاؤدنې نه پس د ملېشې عسکر موقعې ته رسېدلي او علاقه ېې په ګېره کې اخستې ده .

د پېښې زمه واري لا چا په غاړه نه ده اخستې .

د بلوچستان صوبې په بېلابيلو سيمو کې له دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو دغه ډول وژونکې حملې شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG