لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړۍ کې تر ټولو زيات مړه ماشومان پاکستان کې زيږي


د پاکستان دغه شمېره د نائيجيريا، چاډ،نائيجر، ګِني، بساؤ،صوماليه، منځنۍ جمهوري افريقه، ټوګو او مالي نه هم زياته ده .

يو تازه سروی رپورټ کې وئيل شوي چې تېر کال په ګرده نړۍ کې په مړو زېږېدلو ماشومانو کې تر ټولو زياته شمېره د پاکستان ده .

طبي مجلې ((دې لانسټ)) نن د نهې په ورځ جاري کړي رپورټ کې وئيلي چې دغه مطالعاتي سروی په ۱۸۶ملکونو کې شوې ده ، او پاکستان کې په ۱۰۰۰ کې زېږېدلو ماشومانو کې دا شرح اوسطاً۴۳.۱ ده .

د پاکستان دغه شمېره د نائيجيريا، چاډ،نائيجر، ګِني، بساؤ،صوماليه، منځنۍ جمهوري افريقه، ټوګو او مالي نه هم زياته ده .

د رپورټ ترمه ګرده نړۍ کې هره ورځ ۷۲۰۰ ماشومان مړه پېدا کيږي او په کال ۲۰۱۵م کې ۲۶لاکه ماشومان مړه پېدا شوي وو، په دې کې نيم د زيږون په مهال مړه شوي دي .

رپورټ کې وئيل شوي چې خواشاه ۹۸ فيصده ماشومان په کم امدن او منځني امدن والو ملکونو کې مړه کيږي .

د مجلې مديرانو رچرډ هورټن او اوډاني سماراسکيرا د مطالعې په تناظر کې وئيلي چې " د زېږون نه وړاندې د ماشوم ژوندی پاتې کېدل، او د زېږون په دوران او د هغې نه څو ساعته پس يې په هغو علتونو مړه کېدل چې بچ کېدل يې ممکن کېدی شي، په نړيوال تناظر کې دا يو سکېنډل پکار دی ".

په دغه رپورټ کې هغه ماشومان نه دي شمېر کړی شوي چې د اووه مياشتو مودې نه وړاندې زېږېدلي دي ، ځکه چې هغه په حمل ضائع کېدو کې شمارل کيږي .

په مطالعه کې دا خبره مخې ته راغلې چې په مړو پېدا کېدونکو ماشومانو کې ۱۴فيصده هغه دي چې د خپلې مودې نه څو ورځې پس زېږي .

په دغه لړ کې د مور د صحت غټ عمل دخل وئيل شوی دی چې د حمل په دوران کې ښځې ته د هغې مطابق خوراک ورکول يا د دې سره تړلې مرضونه دي .

د دې ترڅنګ په رپورټ کې دې پله هم اشاره شوې ده چې د غريب او مالداره ملکونو فرق پکې په ډاګه دی .

په نړۍ کې د صحت تر ټولو غټې پاليسي جوړؤنکې ادارې ((د صحت نړيوالې اسمبلۍ)) په کال ۲۰۱۴م کې دا هدف ټاکلی چې د کال ۲۰۳۵م پورې به په ۱۰۰۰ کې د مړو زېږېدونکو ماشومانو شمېره ۱۰ ته يا د هغې نه هم کمې شرح ته راوستلی شي .

XS
SM
MD
LG