لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان:د يوې مياشتې نه کمه موده کې ۷۵ کسان د ترهګرۍ ښکار شو
تازه خبر

پاکستان:د يوې مياشتې نه کمه موده کې ۷۵ کسان د ترهګرۍ ښکار شو


حکومتي او پوځي مشران بيا بيا دغه ژمنه کوي چې د ملک نه به د ترهګرۍ د خاتمې پورې عمليات دوام لري .
حکومتي او پوځي مشران بيا بيا دغه ژمنه کوي چې د ملک نه به د ترهګرۍ د خاتمې پورې عمليات دوام لري .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې د شورو په ورځ باچاخان پوهنتون باندې ترسره شوي ترهګر بريد ترڅنګ د تېرې يوې مياشتې نه په کمه موده کې په ملک کې په ترهګر بريدونو کې د ۷۵ نه زيات کسان مړه او د ۱۲۵ نه زيات ژوبل شوي دي .

چارسده کې پوهنتون باندې د بريد نه يوه اوونۍ وړاندې د پېښور سره جوختې پرتې قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په جمرود کې، او درې اوونۍ وړاندې په مردان کې ځانمرګی بريد شوی ؤ ،دوه اوونۍ وړاندې په کوئټه کې د پوليو د مرکز سره نزدې او د هغې نه يوه اوونۍ پس د ملېشې په ځواکونو بمي چاؤدنه شوې وه .

چارسده کې باچاخان پوهنتون باندې بريد کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي چې پکې زياتره زده کړې کوؤنکي شامل دي . د شورو په سحر وسله وال په پوهنتون ورغلي وو .د پوځي وياند ترمخه حمله کوؤنکي ترهګر څلور وو چې ځان پورې يې خودکش جېکټې تړلې خو د چاؤدلو نه وړاندې هغويې وژل شوي وو .

پوهنتون باندې د بريد زمه واري د طالبانو د خېبرايجنسۍ د دره ادم خيل ډلي مشر عمرمنصور قبوله کړې ده ، ولې د تحريک طالبان پاکستان وياند محمدخراساني ترې لاتعلقي څرګنده کړې ده .

پوهنتون باندې د بريد نه يوه اوونۍ وړاندې د صوبې سرښار پېښور سره جوختې پرتې د قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ جمرود علاقه کې په خاصه دار ځواکونو يو ځانمرګی بريد شوی ؤ او په هغې کې د يو خبريال محبوب اپريدي په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي وو .

د تحريک طالبان پاکستان لښکراسلام نومې ډلې د دغه بريد پړه په سر اخستې وه .

نزدې درې اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا صوبې په دوېم غټ ښار مردان ضلع کې د نادرا په دفتر يو ځانمرګی بريد شوی ؤ ، په دغه بريد کې ۲۶ کسان وژل شوي وو .

د تحريک طالبان پاکستان نه بيلي شوې يوې ډلې جماعت الاحرار د دغې حملې زمه واري قبوله کړې ، ولې د ټي ټي پي مرکزي وياند محمدخراساني د دغه بريد نه هم د لاتعلقۍ اظهار کړی ؤ .

دوه اوونۍ وړاندې د بلوچستان صوبې په سر ښار کوئټه کې د پوليو د يو مرکز سره نزدې بمي چاؤدنه کې ۱۴ کسان وژل شوي چې زياتره يې پوليس وو ، او د هغې نه پس د مارګټ په سيمه کې د ملېشې ځواکونو په ګاډي بمي چاؤدنه کې پينځه سرتيري وژل شوي وو .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې چارسده او مردان، د خېبرايجنسۍ په جمرود او د بلوچستان سرښار کوئټه کې دغه ترهګريزې پېښې په داسې مهال رامنځته شوي چې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد نه پس په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره جوړه شوه او د دغه تګ لارې لاندې په ملک کې د پوځي عدالتونو جوړېدو ترڅنګ عمليات دوام لري .

پېښور کې په ارمي پبلک سکول د طالبانو په بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول ماشومان وو .

د پېښور په سکول حمله په داسې مهال شوې وه چې د کال ۲۰۱۴م د جون په مياشت کې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو په ضد پوځي عمليات پېل کړی شوي او وروستو دغه عمليات ترخېبرايجنسۍ پورې غزول شوي چې تراوسه لا دوام لري .

د نيشنل ايکشن پلان د يو کال په پوره کېدو په ملک او په خصوصي توګه خېبرپښتونخوا کې ترهګرۍ کې بيا زياتوالی ليدل کيږي .

حکومت او پوځ ادعا کوي چې د ضرب عضب سره د وسله والو جنګيالو ملاماته کړی شوې او د نيشنل اېکشن پلان سره په ملک کې په مجموعي توګه د امنيت وضع ښه شوې ده .

او يوه اوونۍ وړاندې د کورنو چارو د وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته د ترهګرۍ په ضد جوړې تګ لارې د احوال تېرولو په مهال وئيل شوي وو چې د (نيشنل اېکشن پلان) لاندې په ملک کې ۲۱۵۹ کسان ترهګر وژل شوي او ۱۷۲۴نيول شوي دي او ۳۳۲ کسان په دار ځړول شوي دي .

حکومتي او پوځي مشران بيا بيا دغه ژمنه کوي چې د ملک نه به د ترهګرۍ د خاتمې پورې عمليات دوام لري .

ولې څيړونکي وايي چې د ضرب عضب په نتيجه کې د ترهګرو د ملا ماتېدو او د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاندې د عملياتو باوجود بيا ولې د ترهګرۍ پېښې رامنځته کېدل پېل شو ؟ .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG