لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان شخړې په اړه غونډه قطر کې کيږي


 ددغه کانفرنس مقصد به دافغانستان دپينځلس کلنې شخړې لپاره هوارى لټول وي.
ددغه کانفرنس مقصد به دافغانستان دپينځلس کلنې شخړې لپاره هوارى لټول وي.

دافغان شخړې دخاتمې لپاره په لارو چارو دغور کولو لپاره هيله کيږي چې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو استازي دخالي په ورځ قطر کې کيدونکي دوه ورځني بحث کې برخه واخلي.

دايسوسي ايټډ پريس ترمخه طالبانو دجمعې په ورځ وئيلي دي چې دهغوي دسياسي دفتر استازي به دقطر په پلازمينه دوحه کې دپګواش کونسل په تابيا راجوړيدونکې کانفرنس کې برخه اخلي، پګواش دنوبيل امن جائزه ګټونکې هاغه ډله ده چې دوسله والو شخړو هواري ته پام ګرځوي.

ددغه کانفرنس مقصد به دافغانستان دپينځلس کلنې شخړې لپاره هوارى لټول وي.

دافغانستان دچيف ايګزيکټيو، عبدالله عبدالله مرستيال وياند جاويد فيصل ترمخه غونډه کې به کوم حکومتي استازى ګډون نۀ کوي

تيرکال دپګواش په تابيا ترسره شوې دغه رقم غونډه کې افغان چارواکو ګډون کړى ؤ، خو هغوي دغه غونډې ته په ذاتي حيثيت کې ورغلي وؤ اؤ دحکومت استازيتوب يې نۀ ؤ کړى.

دغونډې منتظمين، طالبان اؤ نور هيئتونه په دې خبره زور راوړي چې دغونډې برخه وال په دغه غيررسمي بحث کې ذاتي حيثيت کې ګډون کوي اؤ هغوي دخپلو اړونده ډلو يا ادارو په استازيتوب غونډه کې خپل خيالات نۀ څرګندوي.

وائس اف امريکا ته پخپل راليږلي يو پيغام کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې دوحه کې دطالبانو ددفتر استازي به غونډه کې برخه اخلي، خو هغه په دې خبره زور راوړى چې ددغه غيررسمي بحث تشريح دامن مذاکراتو په توګه نۀ ده پکار.

افغانستان کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ جوړجاړي لپاره دڅلورو هيوادونو امريکا،چين، پاکستان اؤ افغانستان له لوري دصلاح مشورو لړۍ هم روانه ده، ددغو څلورو هيوادونو داستازو دوه غونډې روانه مياشت کې اسلام اباد اؤ کابل کې ترسره شوي دي.

روانه اوونۍ کې کابل کې ترسره شوې دڅلور فريقي غونډې په موقع دافغانستان دبهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني دطالبانو په ټولو ډلو غږ کړى ؤ چې دامن مذاکراتو عمل کې دې برخه واخلي.

تيرکال ددسمبر په مياشت کې اسلام اباد کې دترسره شوي ايشياء دزړۀ کانفرنس په موقع پاکستان، افغانستان، چين اؤ امريکا افغانستان کې دجوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره دڅلور ملکي سټئيرنګ کميټۍ په جوړولو اتفاق کړى ؤ.

دڅلور ملکي ډلې راتلونکې غونډه به په شپږمه فرورۍ اسلام اباد کې ترسره کيږي.

دتيرکال دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل نيغ په نيغه خبرې اترې شوې وې اؤ دمذاکراتو په يو بل پړاؤ ترسره کولو هم اتفاق شوى ؤ.

دخبرو اترو دغه لړۍ دطالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو څخه وروستو ځنډيدلې وه چې ورسره دافغانستان دپلازمينې کابل په ګډون ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښو کې تر ډيره حده اضافه راغلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG