لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سېنېټ کې دداخله وزير نه دمولاعبدالعزيزپه اړه وضاحت غوښتی شوی


چوهدري نثار وئيلي ؤ د مولانا عبدالعزيز خلاف کوم ثبوت نه لري له دې کبله د هغه په ضد کارروايي نه شي کولی

د پاکستان د برني اېوان سېنېټ چيئرمېن رضارباني د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان ته وئيلي چې په پلازمينه اسلام اباد کې د لال جومات خطيب عبدالعزيز په اړه اېوان ته ورکړی شوي بيان وضاحت وکړي .

د کورنو چارو وزير د کال ۲۰۱۵م د دسمبر په ۳۰م نېټه سېنېټ کې يو بيان کې وئيلي ؤ چې د مولانا عبدالعزيز خلاف کوم ثبوت نه لري له دې کبله د هغه په ضد کارروايي نه شي کولی .

د جمعې په ورځ چې د سېنېټ اجلاس پېل شو نو د مخالفه ډلې پيپلزپارټۍ سره تعلق لرونکي سېنېټر فرحت الله بابر د داخله وزير چوهدري نثارعلي خان لخوا د مولاناعبدالعزيز په اړه بيان باندې سوالونه راپورته کړه او ځيني دستاويزات يې سېنېټ ته وړاندې کړل .

سېنېټرفرحت الله بابر د مولانا عبدالعزيز په ضد د پوليس لخوا درج شوې يوې مقدمي اېف ائي ار هم وړاندې کړو .

په دغو دستاويزاتو کې چې اېوان کې جمع کړی شو يو پکې د پوليس لخوا عدالت ته وړاندې شوی هغه چالان هم ؤ ، چې پکې پوليس عدالت ته وئيلي مولانا عبدالعزيز پټ دی او هغه دې اشتهاري وګرځول شي .

د دې ترڅنګ په اېوان کې يو بل وړاندې کړی شوي دستاويز کې د پاکستان د ټيلي فون د محکمې ( پي ټي ای) لخوا موبائيل کمپنيانو ته لېږل شوې هغه هدايات نامه وو ، چې پکې وئيل شوي د جمعې د خطبې په مهال دې د لال جومات نه چاپېره علاقو کې د موبائيل سروس بندولی شي .

سېنېټرفرحت الله بابر وئيلي دغه ټول دستاويزات چې موجود دي د داخله وزير نه دې تپوس اوکړی شي چې دغه بيان يې ولې ورکړی چې د لال جومات د پخواني خطيب په ضد نه خو کومه مقدمه درج ده او نه داسې ثبوتونه شته چې د هغې په سر د مولانا عبدالعزيز په ضد کارروايي وشي .

د سېنيټ چيئرمېن وئيلي دغه ټول دستاويزات او د داخله وزير د ۳۰م دسمبر بيان ، دا ټول دې رايوځايې کړی شي داخله وزارت ته دې ولېږل شي او په دې اړه دې وضاحت وکړی شي .

د لال جومات د پخواني خطيب لخوا په وروستيو کې ځيني داسي متضاد بيانونه مخې ته راغلي دي چې د هغې له کبله د مولانا د هلوځلو څارنه کيږي .

XS
SM
MD
LG