لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچين اؤ افغانستان لخوا دجوړجاړي دعمل په بحالۍ ټينګار


A peacock with its tail covered with snow walks in Lazienki park in Warsaw, Poland, Friday, March 16, 2018, as snow came down in the city in a sudden return of winter weather with the temperature minus 3 degree Celsius.
A peacock with its tail covered with snow walks in Lazienki park in Warsaw, Poland, Friday, March 16, 2018, as snow came down in the city in a sudden return of winter weather with the temperature minus 3 degree Celsius.

بيجنګ اؤ کابل افغانستان کې دسولې دخبرو په بحالۍ زور راوړى اؤ وئيلي يې دي چې دې لړ کې دمنلو جوګه تګلارې ته زر ترتيب ورکول پکار دي.

دنهې په ورځ بيجنګ کې دچين اؤ افغانستان دخارجه وزيرانو ترمينځ ليدنه شوې ده چې پکې دامن عمل دبحالۍ په هڅو خبرې اترې شوي دي.

دافغانستان، پاکستان، چين اؤ امريکا داستازو ترمينځ جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې دامن عمل دبحالۍ لړ کې دوه غونډې اسلام اباد اؤ کابل کې ترسره شوي دي اؤ راتلونکې غونډه به په شپږمه فرورۍ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې ترسره کيږي.

دچين دبهرنو چارو وزير وانګ يي خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره دليدنې څخه وروستو خبريالانو ته وئيلي دي چې دڅلور فريقي مذاکراتي تګلارې مقصد دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دسولې دخبرو لپاره پکار ماحول پيدا کول دي.

هغه وويل هيله لري څلور واړه فريقه به زر تر زره دروغې جوړې داسې تګلاره ترتيب کړي چې دټولو لپاره به دمنلو جوګه وي.

دطالبانو داستازو اؤ افغان حکومت ترمينځ لمړۍ نيغ په نيغه ليدنه تيرکال دجولا ئي مياشت کې دپاکستان په کوربه توب اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې شوې وه خو دغه مذاکرات وروستو دطالب مشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو نه پس ځنډيدلي وؤ اؤ ورسره افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه هم راغلې وه.

دافغانستان خارجه وزير صلاح الدين رباني وئيلي وؤ چې ددغه ستونزې کوم عسکري حل نشته.

دهغه په قول دطالبانو ټولو ډلو څخه يې غوښتنه کړې چې دمذاکراتو ميز ته دې راشي ځکه چې دافغانستان دستونزې يواځينى حل دامن مذاکرات دي ، ددې ستونزې کوم پوځي هوارى نشته.

هغه وئيلي دګاونډي هيواد پاکستان لخوا ورته هم باور ورکړل شوى چې دجوړجاړي اؤ امن دعمل ملاتړ به کوي.

پاکستان دريځ لري چې افغانستان کې دافغانانو په مشرۍ دامن عمل ملاتړ کوي ځکه چې دپاکستان دحکومت په قول باثباته افغانستان دپاکستان دامن لپاره ضروري دى.

امريکا هم دجوړجاړي ددغو هڅو ودې لپاره خپله مرسته تکرار کړې ده.

دافغانستان دبهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني دبهرنو چارو دوزير په توګه په لمړي ځل دچين په سفر تللى.

دچين دبهرنو چارو وزير وئيلي دي سږکال ددواړو هيوادونو ترمينځ په لوړه کچه دغه لمړۍ رابطه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG