د سعودي عرب په ختيزه سيمه الاحسا کې نن د جمعې په ورځ د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو په جمات ډزو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .
د چارواکو او پېښې د عېني شاهدينو په وينا دغه واقعه په محاسن نومې علاقه کې د جمعې د نمانځه په مهال رامنځته شوې ده .
محمدالنمر خبري ادارې ايسوسي اېټډ پريس سره خبرو کې د سترګو ليدلی حال وئيلي چې حمله کوؤنکی جمات ته ننوتلو او د ودرول کېدو ورستو هغه ډزې پېل کړې .
د سعودي عرب په ختيز کې له دې وړاندې هم د شيعه مسلک په ابادۍ کې دغه ډول وژونکې حملې شوي دي .
تېر کال د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو په جوماتونو حملو کې خواؤشا ۳۰ کسان وژل شوي وو او د دغو پېښو زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې وه .