دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په ژوب ضلع کې دجمعې په ورځ يو ځانمرګي موټري بم چاؤدنه کې پينځه کسان ژوبل شوي دي.
ژوبل شوؤ کې يو ماشوم، درې عسکر اؤ يو لاروي شامل دي.
دچارواکو ترمخه دغه ځانمرګي بريد يوه حساسه سيمه کې رامينځته شوى، ځانمرګي پوځي سيمې ته دورننوتو هڅه کوله خو هغه دغلته په رسيدو کې بريالى شوى نۀ دى.
دژوبل ضلعي پوليس افسر زاهد افضل وائس اف امريکا ته ددې پيښې په اړه وويل بريدکوونکي ګاډي کې بارودي مواد ايښي وؤ اؤ کله چې هغه دچيک پوسټ څخه وړاندې لګيدلې ناکې ته ورورسيدو نو هلته امنيتي ځواکونو هغه اودرولو اؤ په دغه مهال هغه چاؤدنه وکړه چې پکې عسکر ژوبل شول.
هغه وويل پيښه کې يو ماشوم هم معمولي ژوبل شوى دى.
د سيمه ييزو صحافيانو ترمخه کوم ځايې کې چې دغه پيښه رامينځته شوې هلته نزدې دحساسې ادارې يو دفتر هم موقعيت لري.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته پوليس عسکر اؤ امدادي ډلې رسيدلي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره يو پوځي هسپتال ته وړل شوي دي.
دميډيا راپورونه وائي دکالعدم تحريک طالبان پاکستان مسعود ډلې ددغه بريد ذمه واري په غاړه اخستې ده.
تيره ورځ هم دپاکستان دپنجاب صوبې په جهلم ښار کې يو ځانمرګي دپوليسو لخوا ګيره کې داخستل کيدو وروستو په ځان پسي تړلي چاؤديدونکي مواد چولي وؤ چې په نتيجه کې يې دغه حمله کوونکى وژل شوى ؤ.
چارواکو دعوه لرله چې ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو دپيل کيدو راپديخوا دهيواد دامن وامان صورتحال کې ښه والى راغلى خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا دپاکستان بيلا بيلوبرخو کې دترهه ګرۍ پيښو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده.