لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايش کارټر وائي ٢٠١٦م به افغانستان کې دسختې جګړې کال وي


دايش کارټر په ټکو ” دا به اوس سخت وي، په دې اړه هيڅ پوښتنه نشته، مونږ وړاندې دسختې جګړې دموسم توقع کوؤ“

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر خبردارى ورکړى دى چې ٢٠١٦م کال به افغانستان کې دسختې جګړې موسم وي.

دايش کارټر په ټکو دا به اوس سخت وي، په دې اړه هيڅ پوښتنه نشته، مونږ وړاندې دسختې جګړې دموسم توقع کوؤ

تيره ورځ پينټاګان کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دامريکا ددفاع دوزير ايش کارټر له لوري دغه خبردارى څو ګينټې وروستو له هغې ورکړل شوى چې افغانستان لپاره نومول شوي امريکائي پوځي مشر دهاغو قانون سازانو سره اتفاق وکړو کوم چې دواشنګټن لخوا افغانستان څخه دخپلو پوځيانو بيرته رابلل نۀ غواړي.

دسينيټ دوسله والو پوځونو دکميټۍ په وړاندې دخپل پخلي داوريدنې په مهال ليفټننټ جنرل جان نکلسن وئيلي وؤ چې مونږ ته افغانانو سره په تلپاتې ژمنه دسوچ کولو ضرورت دى هغه خبردارى ورکړى ؤ چې افغانستان کې امنيتي وضعه په خرابيدو ده.

دامريکا ددفاع وزير کارټر وويل چې ٢٠١٦م کال کې دسختې جګړې په اړه يې خپلې انديښنې افغان مشرانو سره هم شريکې کړي دي اؤ وې وئيل چې تيره اوونۍ يې دافغانستان دصدر اشرف غني سره ليدنه کړې وه اؤ هغه په دې په بشپړه توګه پوهيږي لکه څنګه چې پرې چيف ايګزيکټيو عبدالله(عبدالله) پوهيږي

صدر براک اوباما غوښتل چې دسږکال ددسمبر په مياشت کې دخپلې صدارت دمودې دپوره کولو څخه دمخه افغانستان څخه ټول امريکائي پوځيان راوبلي خو اکتوبر کال ٢٠١٥م کې هغه ددې خبرې سره اتفاق کړى ؤ چې په زرګونو عسکر تر ٢٠١٧م پورې پاتې کيږي.

امريکا موجوده وخت کې افغانستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي اؤ افغان پوځ دتربيې اؤ مشورې لپاره 9800 عسکر لري خو هيله کيږي چې دغه شميره به دکال تر اخرې پورې 5,500 پاتې شي چې په دې قانون سازان پريشان ښائي.

کله چې ددفاع دوزير څخه دجنرل نکلسن په بيان دتبصرې کولو وويل شول نو هغه وويل امريکا دافغان پوځيانو صلاحيتونه مضبوطوي اؤ هيله کوي چې هغوي به دتير جګړې دموسم په پرتله اوس زيات مضبوط وي.

XS
SM
MD
LG