لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيوزي لېنډ د پاکستان نه يو ورځنی سيريزهم وګټلو


نيوزي لېنډ ټاکلی هدف په ۴۳م اوور کې په اووه وکټو پوره کړو او د مېچ سره يې سيريز هم په خپل نوم کړو .
نيوزي لېنډ ټاکلی هدف په ۴۳م اوور کې په اووه وکټو پوره کړو او د مېچ سره يې سيريز هم په خپل نوم کړو .

د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ ټيمونو ترمنځ د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز په اخرني مېچ کې نيوزي لېنډ ـ پاکستان ته په درېو وکټوماتې ورکړه ، او سيريز يې په دوه، صفر وګټلو.

نن د اتوار په ورځ اکلېنډ کې د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمنځ د درېم او اخرني مېچ ټاس پاکستان ګټلی او په لمړي بيټنګ کې يې ۲۹۰ رنزونه جوړ کړي وو . په مېچ کې د باران له کبله نيوزي لېنډ ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۹۱ رنزونو په ځايې په ۴۳ اوورونو کې د ۲۶۳ رنزونو هدف وټاکل شو .

نيوزي لېنډ ټاکلی هدف په ۴۳م اوور کې په اووه وکټو پوره کړو او د مېچ سره يې سيريز هم په خپل نوم کړو .

د نيوزي کپتان برېنډن ميکلم په سر کې بغېر د رنز جوړولو اؤټ شو خود هغې نه پس ګپټل او وليمسن غوره لوبه وکړه او د مېچ يې د خپل ټيم دپاره اسان کړو .

ګپټل د درې چهکو او اته چوکو په مرسته ۸۲ او وليمن د درې چهکو او نهه چوکو په مرسته ۸۴ رنزونه جوړ کړل .

د هغې نه پس مېچ برابر روان ؤ کله د پاکستان او کله بيا د نيوزي لېنډ په حق کې ، او د باران له امله د دمې سره د مېچ اوورنه او رنزونه کم کړی شو .

مېچ په اخرني اوور کې په داسې مهال خوندور شو چې وهاب رياض باؤلنګ کولو نيوزي لېنډ ته د ګټې دپاره شپږ رنزونه پکار وو .

د اخرني اوور په لمړي بال چوکه (۴)،په دويم او درېم بال رنز جوړ نه شو او په څلورم بال بيا د چوکې لګېدو سره مېچ نيوزي لېنډ وګټلو .

د پاکستان لخوا محمدعامر او اظهرعلي (کپتان) دوه دوه وکټې، محمدعرفان، وهاب رياض او شعېب ملک يو يو کهلاړي اؤټ کړل .

له دې وړاندې د پاکستان په بيټنګ کې بابراعظم ۸۳ او محمدحفيظ ۷۶ رنزونه جوړ کړي او دا د ټيم د کوم لوبغاړي زيات رنزونه وو .

مارټن ګپټل د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو .

د درېو مېچونود سيريز لمړی مېچ نيوزي لېنډ په ۷۰ رنزونو ګټلی او دويم مېچ د باران په وجه نه ؤ شوی .

له دې وړاندې د دواړو ټيمونو ترمنځ د ټي ټيونټي د درېو مېچونو په سيريز کې نيوزي لېنډ دوه ميچونه ګټلي او سيريز يې په دوه، يو ګټلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG