لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپ کې ۱۰ زره کډوال ماشومان  بې درکه دي ، يورپول


يورپي ادارې نه دي خبر چې دغه ماشومان چرته دي، څه کوي او د چا په لاسو کې دي؟ .
يورپي ادارې نه دي خبر چې دغه ماشومان چرته دي، څه کوي او د چا په لاسو کې دي؟ .

د يورپي يونين پوليس ايجنسۍ وئيلي چې په تېر دوه کاله موده کې په يورپ کې د ۱۰زرو نه زيات د کډوالو بچي بې درکه دي ، کوم چې د خپلو کورنو نه يواځې يورپ ته رارسېدلي وو .

د برطانوي ورځپاڼې " ابزرور" ترمخه د يورپول مشر برائن ډونالډ اخبار سره خبرو کې وئيلي چې د ماشومانو يا کم عمره هلکانو په بې درکۍ کې د جرائم پېشه ډلو او انساني قاچاقبرو لاس کېدی شي .

د خالي په ورځ ابزرور سره خبرو کې برائن ډونالډ وئيلي پوليس او نورې يورپي ادارې نه دي خبر چې دغه ماشومان چرته دي، څه کوي او د چا په لاسو کې دي؟ .

د يورپي چارواکي ترمخه تېر کال يورپ ته دکډوالو په راتګ کې د زياتېدو نه وړاندې ځيني يورپي ادارو رپورټ ورکړی ؤ چې يواځې يورپ ته رسېدونکي او د مختلفو ملکونو سره په خپل اندراج کوؤنکو کې د نيمي نه زيات داسې ماشومان بې درکه دي چې يواځې يا د کورنۍ د مشر نه بغېر يورپ ته رسېدلي وو .

د کډوالو د نړيوالې ادارې او ماشومانو دپاره کارکوؤنکې د ملګرو ملتونو ادارې يونيسيف ترمخه په کال ۲۰۱۴م کې يورپي حکومتونو ته ورکړی شوؤ د پناه اخستو په خواستونو کې د ۲۳۰۰۰ نه زيات د داسي کم عمرو ؤ ، چې يا خو يواځې يورپ ته رارسېدلي او د خپلې کورنۍ نه ګډوډ شوي وو .

ولې د کال ۲۰۱۵م په لمړو ۱۰ مياشتو کې يواځې سويډن ته د ۲۳زرو نه د زياتو ماشومانو لخوا د پناه خواستونه مېلاؤ شوي وو، کوم چې د خپلو کورنو نه يواځې يورپ ته رسېدلي وو .

د ماشومانو د خېرښېګړې دپاره کارکوؤنکي تنظيم " مسنګ چلډرن يورپ" ترمخه عېن ممکن ده چې بې درکه ماشومان د ځينې حکومتي مرکزونو نه په خپله مرضۍ تښتېدلي او هغو علاقو پله تلي چرته چې دويې تلل غوښته .

ولې د تنظيم چارواکو وئيلي دويې اندېښنه لري چې دغه بې درکه ماشومانو کې زياتره د جرائم پېشه ؤ او انساني قاچاقبرو په لاس ورغلي وي او هغويې دويې د جنسي تيري او بدن فروشۍ دپاره کاورلی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG