لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي عرب کې د نهه امريکايانو په ګډون ۳۳ کسان نيول شوي، راپور


تېره اوونۍ د سعودي عرب په ختيځ کې د شيعه مسلک په يو جومات د ډزو پېښه کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي وو .

د سعودي عرب چارواکو وئيلي چې په تېرو څو ورځو کې يې د نهه امريکايانو په ګډون ۳۳ کسان د ترهګرۍ په شک کې نيولي دي .

دغه راپور د سعودي ګزټ نومې ورځپاڼې د نوم نه څرګندولو پرته د سرچينوپه حواله خپور کړی دی ، د کوم ترمخه چې څلور امريکايان د تېر ګل او پينځه د نهې په ورځ نيول شوي دي .

په نيول شوؤ نورو کسانو کې ۱۴سعوديان، درې يمنيان، دوه شاميان او د انډونيشيا، فلپائن، متحده عرب امارات، قازقستان او فلسطين يو يو وګړی شامل دی .

تېره اوونۍ د سعودي عرب په ختيځ کې د شيعه مسلک په يو جومات د ډزو پېښه کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي وو .

د شيعه مسلک مخالفه سُني تُندروه ډلې داعش د دغه بريد زمه واري نه وه قبول کړې .

سعودي ګزټ وئيلي چې په سعودي عرب کې د ترسره شوؤ بريدونو جوړؤنکو په تور کې د داعش سره په مبينه توګه اړونده خواؤشا ۵۳۲ کسان نيول شوي دي او د هغوې نه پلټنې کولی شي .

XS
SM
MD
LG