لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وائي دماشومانو سکولونو ته دتللو څخه ويرونکو ته به ماتې ورکوؤ

 وزيراعظم هاؤس کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، ډي جي ائي ايس ائي ميجر جنرل رضوان اختر ، دقومي سلامتۍ مشاور ناصرجنجوعو اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ګډون کړى دى.

وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي هيواد څخه دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب دخاتمې لپاره حکومتي اراده پخه ده اؤ دترهه ګرو تر خاتمې به عمليات دوامداره وي.

وزيراعظم هاؤس کې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه شوې چې پکې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، ډي جي ائي ايس ائي ميجر جنرل رضوان اختر ، دقومي سلامتۍ مشاور ناصرجنجوعو اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ګډون کړى دى.

دغونډې په مهال شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دروانو عملياتو ضرب عضب اؤ دقومي ايکشن پلان دپرمختګ ترڅنګ هيواد کې دمجموعي امنيتي صورتحال جاج اخستل شوى اؤ دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دغونډې برخه والو ته چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ دشوې حملې تفصيلي حال احوال هم تير کړى دى.

دميډيا راپورونه وائي چې دغونډې برخه والو ته په دغه موقع دچارسدې سانحه کې په شکمنه توګه دافغان خاورې دکارول کيدو ثبوتونه ښودل شوي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې تيره مياشت دخيبرپښتونخوا چارسده سيمه کې په باچاخان يونيورسټۍ شوې حمله کې ککړ څلور ترهه ګر دافغانستان څخه وراوړيدلي وؤ خو افغان حکومت دغه دعوه رد کړې ده.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په اړه هم دغونډې برخه والو ته حال احوال تير کړى دى.

په دې موقع خپله وينا کې وزيراعظم نوازشريف وويل چې هيواد کې به دترهه ګرۍ دمکمل خاتمې پورې عمليات روان وي اؤ ماشومان سکولونو ته دتللو څخه ويرونکو ته به ماتې ورکوؤ.

نوازشريف ټول هيواد کې دترهه ګرۍ دخاتمې دارادې په تکرارولو سره وويل دترهه ګرۍ په قومي تګلاره عمل درامد دټولو ګډه ذمه واري ده.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دترهه ګريز بريد ترسره کيدو وروستو پاکستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره په جوړې کړل شوې قومي تګلاره داپوزيشن ګوندونو لخوا په حکومت سختې نيوکې په باچاخان يونيورسټۍ دحملې ترسره کيدو وروستو پيل شوي دي.

څيړونکي وائي پوځ کې عامه تاثر دا دى چې دقومي ايکشن پلان کومې نکتې دپوځي عملياتو په اړه دي په هغې پرمختګ روان دى خو ددغه تګلارې کومې نکتې چې دغيرپوځي حکومت په واک کې دي ، هغې څخه پکار نتيجې نۀ ترلاسه کيږي چې پکې په ځانګړې توګه مدرسو کې اصلاحات، دترهه ګرو دمالي مرستو مخنيوي، دکالعدم تنظيمونو، نفرت څخه دډکو تقريرونو اؤ تندلاريتوب دپروپيګنډې خاتمه شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG