لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته به راتلونکو څو کلونو پورې پام ګرځول وي،جنرال کيمبل


 جنرل کيمبل وئيلي دي امريکا ته به افغانستان کې دامنيتي وضعې دخرابيدو اؤ دغه هيواد کې دموجودو جنګيالو لخوا په لويديز دحملو دمخنيوي لپاره دافغانستان په اړه اوږدمهاله ژمنه کول وي.
جنرل کيمبل وئيلي دي امريکا ته به افغانستان کې دامنيتي وضعې دخرابيدو اؤ دغه هيواد کې دموجودو جنګيالو لخوا په لويديز دحملو دمخنيوي لپاره دافغانستان په اړه اوږدمهاله ژمنه کول وي.

دامريکا يو لوړپوړي جنرال وئيلي دي دترهه ګرۍ دخوريدو مخنيوي لپاره به راتلونکو څو کلونو پورې افغانستان کې دامريکائي عسکرو اؤ پيسو ضرورت وي.

جنرل کيمبل وئيلي دي امريکا ته به افغانستان کې دامنيتي وضعې دخرابيدو اؤ دغه هيواد کې دموجودو جنګيالو لخوا په لويديز دحملو دمخنيوي لپاره دافغانستان په اړه اوږدمهاله ژمنه کول وي.

افغانستان کې دامريکا اؤ بين المللي پوځونو ګوښه کيدونکي کمانډر جنرل جان کيمبل داستازو دايوان ارمډ سروسز کميټۍ ته وئيلي دي اوس دوړاندې څخه زيات ددې خبرې ضرورت دى چې امريکا دافغانستان څخه پام ونۀ ړوي.

هغه وويل که مونږ دا ګڼو چې مونږ اودريدو شو اؤ دا معامله به ختمه شي يا به خلک په اروپا يا په مونږ دحملې کولو هڅه دوامداره نۀ ساتي نو بيا مونږ ډير ساده يو، مونږ ځان سره ټوقه کوؤ

دجنرل کيمبل له لوري دغه خبردارى دهغه دممکنه ځايې ناستي ليفټننټ جنرل مک نکولسن دسينيټ دقانون سازانو په وړاندې دهاغه بيان څخه يوه اوونۍ وروستو مخې ته راغلى چې پکې هغه وئيلي وؤ دالقاعده اؤ داعش پشان ترهه ګريزې ډلې افغانستان ځان لپاره يوه محفوظه ځاله ګڼي ، هغه هم دې لړ کې خبردارى ورکړى ؤ اؤ امريکا لپاره يې دجارحانه طريقې داختيارولو په ضرورت زور راوړى ؤ.

افغانستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي اؤ افغان پوځ ته دمشورې اؤ تربيت ورکولو لپاره دا مهال ٩٨٠٠ امريکائي پوځيان ځايې پځايې دي اؤ په ممکنه توګه به دا شمير دسږکال تر اخره ٥٥٠٠ پاتې شي.

ددسمبر په مياشت کې جاري دپينټاګون لخوا جاري شوي يو راپور کې وئيل شوي وؤ چې دکال ٢٠١٥م اخري شپږو مياشتو کې افغانستان کې امنيتي وضعه خرابه شوې ده ، چې پکې دطالبانو لخوا زياتې حملې شوي اؤ افغان عسکرو ته يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG