لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش پاکستان کې منظمه موجودګي نۀ لري،خارجه دفتر


 ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر نوي وياند نفيس ذکريا دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې پاکستان کې داعش منظمه موجودګي نۀ لري.
ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر نوي وياند نفيس ذکريا دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې پاکستان کې داعش منظمه موجودګي نۀ لري.

ديوې حساسې ادارې دمشر لخوا پاکستان کې دداعش دموجودګۍ دخبرداري باوجود ددغه هيواد دبهرنو چارو وزارت يوځل بيا وئيلي دي چې داعش پاکستان کې کومه منظمه موجودګي نۀ لري.

ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر نوي وياند نفيس ذکريا دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې پاکستان کې داعش منظمه موجودګي نۀ لري.

نفيس ذکريا دغه څرګندونې دحساسې ادارې دمشر افتاب سلطان لخوا دشورو په ورځ دسينيټ دخارجه چارو دقائمه کميټۍ په وړاندې دورکړل شوي بيان په تناظر کې ديوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.

دانټلس جنس بيورو مشر اعتراف کړى ؤ چې دسيمه ييزو ترهه ګريزو ډلو تحريک طالبان پاکستان، سپاه صحابه( چې اوس مهال داهل سنت والجماعت په نوم سره فعاليت کوي) اؤ لشکرجهنګوي دملاتړ له امله داعش پاکستان کې راپورته کيدونکې خطره ده.

دشورو په ورځ دکورکمانډرانو ديو کانفرنس په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر دترهه ګرو دسيمه ييزو خواخوږو په ضد دګامونو اخستو اشاره ورکړې وه خو هغه نيغ په نيغه دداعش يادونه نۀ وه کړې.

دپاکستان دخارجه دفتر دريځ پاتې شوى چې داعش هيواد لپاره دسلامتۍ يوه لويه خطره نۀ ده خو دغه ډله ګاونډي هيواد افغانستان کې دخپلو پښو مضبوطولو هڅې کوي اؤ پاکستان کې يې هم دهلو ځلو راپورونه مخې ته راغلي دي.

دميډيا راپورونه وائي نزدې مياشتو کې پاکستان کې داعش لپاره دبهرتۍ په ګڼو مرکزونو چاپې وهل شوي اؤ ددغه ډلې يو شمير کارکوونکي هم نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG