لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې ترهګري القاعده برصغير،لشکرجهنګوي او ټي ټي پي کړې ده، عاصم باجوه


Dozens of cardboard cutouts of Facebook CEO Mark Zuckerberg are seen during an Avaaz.org protest outside the U.S. Capitol in Washington.
Dozens of cardboard cutouts of Facebook CEO Mark Zuckerberg are seen during an Avaaz.org protest outside the U.S. Capitol in Washington.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرال عاصم باجوه وئيلي په کراچۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ د القاعده برصغير،لشکرجهنګوي او ټي ټي پي نېټ ورک نيول شوی دی ، نوموړي وئيلي په ښار کې د روانو عميلياتو سره د امنيت وضع ښه شوې او زياته کړې يې اپرېشن به ښار کې د پوره امن په ځاې کېدو پورې روان وي .

د پوځ وياند لفټننټ جنرال عاصم باجوه په کراچۍ کې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې وويل په دغه ښار کې د کال ۲۰۱۴م د ستمبر په مياشت کې د رېنجرو په مشرۍ پېل کړی شوي عمليات چې تراوسه دوام لري ، په دې کې په ښار کې ترهګري کوؤنکې درې مهمې ډلې نيول شوي دي .

دی وايي "زمونږ د څيړونو ترمخه په کراچۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې دوه غټي ډلې القاعده برصغير او لشکرجهنګوي ککړي دي چې د ترهګرۍ څومره غټې پېښې شوي دويې کړي دي او د دويې سره په دغه کار کې د تحريک طالبان پاکستان ډله هم شامله وه" .

هغه وويل د کراچۍ په اپريشن کې دا غټه کاميابي ده چې د دغو درې واړو ډلو جوړ شوي شريک ګينګ کې شامل ۹۷ واړه کسان نيول شوي چې پکې د ۲۶ په سر باندې انعامونه مقرر وو، او دويې قانون فافذؤنکو ادارو ته مطلوب وو .

عاصم باجوه زياته کړه په دغو نيول شوؤ ترهګرو کې د القاعده برصغير امير او نائيب امير د لشکرجهنګوي ډلې د کراچۍ امير او نائب امير ، بمونه جوړؤنکي او شپږ خودکش شامل دي ، او پاتې ۴۷ نور داسي ترهګر دي چې دغو ډلوکارول .

د پوځ وياند وويل دغه پوره ګينګ د کال ۲۰۰۹ نه د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوی ، دې ګينګ په لاهور کې مناوا پوليس سټېشن د ائي اېس ائي هېډکوارټر، د اېف ائي بلډنګ او په فېصل اباد کې د ائي اېس ائي په مرکز بريدونه کړي دي .

دغه رنګ دويې په کراچۍ کې مهران ايئربېس او دوه ځله د نيوي په بسونو بريدونه کړي دي ، اسلام اباد کې کامره ايئربېس باندې حمله، سکهر کې د ائي اېس ائي په مرکز او د کراچۍ په هوايي ډګر باندې بريد کې هم دغه ګروپ کړی وو .

نوموړي وويل دغه ګروپ دکراچۍ په مرکزي جېل باندې بريد پلان کړی او د وژل شوي پوليس افسر چوهدري اسلم په په حمله کې هم ککړ پاتې شوی دی .

عاصم باجوه وويل په دغه نيول شوي ګروپ کې د القاعده د برصغيرڅانګې دويم مشر مثنی، د ده سره د لشکر جهنګوي د سندهـ صوبې مشر نعيم بخاري هم شامل دی .

نوموړي زياته کړه کراچۍ ايئرپورټ باندې بريد هم دغو دواړو کسانو جوړ کړی ، د بريد منصوبه په ميران شاه کې جوړه شوې وه او حمله کوؤنکي هم د هلته نه راوستل شوي وو .

د پوځ وياند وويل کامره ايئربېس باندې بريد هم د القاعده يو کس په ميران شاه کې تيار کړی او زياته يې کړه ميران شاه د دويې دپاره مارکيټ جوړ ؤ هلته به تياری کېدو او بيا به استعمال له دغو خلکو راوستل کېده .

عاصم باجوه وويل دغه ګروپ د نورو ترهګرو بريدونو منصوبې جوړولې چې پکې تر ټولو غټه د حېدراباد په جېل باندې بريد کول وو، او د دغه بريد دپاره په جېل باندې د حملو ۹۰ فيصده کار مکمل کړی شوی کوم چې شنډ کړی شو.

" د حېدراباد جېل نه دويې ډينيل پرل کېس کې بند خالدعمرشېخ او په کراچۍ کې کورکمانډر باندې بريد کې ککړ ملزم شهزاداحمد خوشي کول غوښته او د هغې نه علاوه تر ۴۰ کسان دويې په جېل کې دننه وژل او د ۱۰۰ پورې نور خوشي کول هدف وو" .

نوموړي وويل دويې سره په دغه کار کې د جېل يو پوليس او د شپږو خودکش کوؤنکو په ګډون ټول نېټ ورک نيول شوی دی .

عاصم باجوه د دغه ګروپ درې مرکزي کسان ميډيا ته ښکاره کړل او ويې وئيل په دويې کې يو د القاعده برصغيرڅانګې نائب امير مثنی، دويم د لشکرجهنګوي د سندهـ صوبې امير نعيم بخاري او درېم مُنا دی څوک چې د لشکرجهنګوي د کراچۍ نائب امير دی .

پوځي وياند په دغه مهال کراچۍ کې د رېنجرو لخوا د روانو عملياتو تفصيل هم وړاندې کړو .

" د اپرېشن له امله د ترهګرۍ پېښې کمي شوي هدفي وژنې ۷۰ فيصده، ۸۰ فيصده قلنګ او ۹۰فيصده د تاوان دپاره د تښتؤنو پېښې کمې شوي دي ، هغه وويل ډېر کار لا نور هم پاتې دی او زياته يې کړه د پوځ مشر د کراچۍ د اولس سره ژمنه کړې ده چې په دې ښار کې به امن راولي" .

په دغه مهال نوموړي په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن د کاميابو يادګېرنه وکړه او ويې وئيل چې د دغه اپرېشن سره په ملک کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي او د امنيت وضع ډېره ښه شوې ده .

په داسې مهال چې د پوځ وياند په کراچۍ کې د روانو عملياتو په اړه رسنيو ته تفصيلي احوال تېر کړی ، دپوليسو په وينا نن د جمعې په ورځ نامعلومو موټرسائيکل سورو کسانو د ښار په ګلشن اقبال سميه کې پوليس تهاڼه باندې، په کريم اباد سيمه کې د جينکو کالج او نارت ناظم اباد کې د هلکانو د سکول سره نزدې لاسي بمونه ويشتي دي چې په نتيجه کې يې د پوليس په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG